Add new comment

غزني کې د ښوونکو د اعتصاب له امله د ښوونځيو درسونه درېدلي

غزني (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د غزني ښار د ٥٥ ښوونځيو د ښوونکو د درې ورځني کاري اعتصاب له  امله د زرګونو زده کوونکو د زده کړو بهير ټکنى شوى دى.
د شمس العارفين لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکى نقيب الله وايي، چې له تېرو درېيو ورځو يې ښوونکي نه ورځي او درسي ساعتونه تش وي.
نوموړى له چارواکو غوښتنه کوي، چې د ښوونکو غږ دې واوري تر څو  ستونزه هواره شي او د ښوونځيو درسونه له سره پيل شي.
د سيد احمد مکه يي لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى سعدالله وايي، چې د اونۍ له پيله د زده کړو جريان ټکنى شوى او ښوونکي ښوونځي ته نه ورځي.
نوموړي پژواک اژانس اژانس ته وويل، زه د مقر له ولسوالۍ د زده کړو لپاره مرکز ته راغلى يم کوټه مې هم په کرايه نيولې، خو دا دى نږدې اونۍ پوره کېږي، چې درسونه نشته او ټولګي تش دي.
هغه له ښوونکو وغوښتل، چې خپل اعتصاب پاى ته ورسوي، ځکه ټول زيان يې ښوونځيو او زده کوونکو ته رسېږي.
د جهانملکې په نوم د نجونو د لېسې زده کوونکې رحيمه هم شکايت کوي، چې په تېرو درېيو څلورو ورځو کې يې درس نه دى ويلى.
نوموړې وايي، ټول زده کوونکي سهار ښوونځي ته ورشي، خو ښوونکي څلور ورځې کېږي نه راځي. د دې په وينا، چې د دې ستونزې لپاره دې د حل لاره وموندل شي.
د غزني ښار د ٥٥ ښوونځيو ښوونکو له تېرو درېيو ورځو راهيسې له دې امله کاري اعتصاب کړى، چې ولې دوى ته د کورونو د جوړولو لپاره ځمکه نه ورکول کېږي؟
د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر وايي، چې د ښوونکو د اعتصاب په اړه يې د ولايت له مقام او د ښوونکو له استازو سره خبرې کړې او ډېر ژر به د ښوونکو کاري اعتصاب پاى ته ورسېږي.
تر دې مخکې ولايتي ادارې او پوهنې رياست ويلي و، چې د ښوونکو د ښارګوټي لپاره ځانګړې شوې ځمکې اسناد نه دي تصفيه شوي او هم زورواکو پر ځمکه خېټه اچولې ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.