جلال اباد (پژواک ١١ ورى ٩٢): د نورستان والي او ولايتي شورا يو بل په دې تورنوي، چې ګواکې په ولايت کې نه پاتې کېږي او په ننګرهار يا کابل کې شپې ورځې تېروي.
د نورستان والي تميم نورستانى وايي، چې د ولايتي شورا ډېرى غړي په ننګرهار کې اوسېږي او په مياشتو مياشتو هم نورستان ته سر نه ورښکاره کوي.
هغه د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولايتي شورا يواځې درې وکيلان اوسمهال په نورستان کې موجود دي او په تېرو څلورو کلونو کې د ښځينه وکيلانو په ګډون پاتې نور ټول يې په جلال اباد او کابل کې ژوند کوي.