مزار شريف ( پژواک ٣١ غبرګولى ٩٢) : د جرمني دفاع وزير توماس نسرينو په مشروط ډول له طالبانو سره د سولې د روانو هڅو ملاتړ وکړ.
د جرمني دفاع وزير توماس نسرينو په مزراشريف کې د غبرګولي په ۳۱مه،د بلخ له والي عطامحمد نور سره ترکتنې وروسته په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، دوی لا نه ده هېره کړې، چې په دې څو کلونو کې له طالبانو سره د دښمنانو په توګه جنګېدلي، چې پکې د دوی د سرتېرو تر څنګ زيات شمېر افغان سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي له طالبانو سره د سولې د روانې پروسې او په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانېستنې په اړه زياته کړه، په هغه حالت کې له طالبانو سره د سولې  پروسې ملاتړ کوي، چې د افغانستان اساسي قانون ومني او له القاعدې څخه ځان لرې وساتي.
د هغه په وينا، په قطر کې د طالبانو په دفتر کې د امارت اسلامي له خوا بيرغ پورته کول، د طالبانو غير مسوولانه حرکت و.
توماس وويل: ((موږ بايد خپله روحيه له لاسه ورنکړو او دغه موضوع ډېره جدي ونه نيسو، ښه ده چې خپلو چارو ته ادامه ورکړو.))
نوموړي زياته کړه، له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم له افغانستان او په ځانګړې توګه د دغه هېواد له شمال زون سره خپلو مرستو ته لا پراختيا ورکوي.
د هغه په وينا، دوی افغانستان ته د دوست او همکار هېواد په سترګه ګوري او تل به ورسره خپلې مرستې روانې ساتي.
د بلخ والي عطا محمد نور وويل، چې په دغه ناسته کې يې د المان له دفاع وزير سره د راتلونکو ټولټاکنو په روڼتيا، په پراختيايي او زيربنايي چارو او د پوليسو د روزنې او مرستو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي زياته کړه: ((د المان له دفاع وزير سره مو دلچسپه خبرې وکړې او ترې راضي يوو.))
هغه په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانېستنې په اړه وويل، د دغه دفتر په دې شرط ملاتړ کوي، چې طالبانو ته په افغانستان کې، په جنګ کې د ښکېلې ډلې په توګه وکتل شي او د سولې خبرې بين الافغاني بڼه ولري.
والي وويل، چې د قطر دفتر بايد د امارت اسلامي په نامه نه وي،چې دا به د طالبانو په رسميت پېژندنه وي.
نوموړي په نړيوالو غږ وکړ،چې که  دوى په قطر کې د طالبانو دفتر د امارت په نامه په رسميت وپېژني، نو له طالبانو سره جګړه به تر پوښتنې لاندې راولي.
دا په داسې حال کې ده،چې پرون د جرمني او اټياليا دفاع وزيرانو د هرات په ښار کې په ګډه خبري ناسته کې له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د ملاتړ ژمنه تکرار کړه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.