د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوی د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وویل، چې نن يې د هغو موانعو د لرې کولو کمپاين پیل کړی، چې د امنيه قوماندانۍ شاوخوا ته ايښودل شوي وو.
د هغه په وينا، په دې سره به د خوست ښار ټول هغه سړکونه خلاص شي، چې تر دې مهاله ترې چا ګټه نه شوه پورته کولای.
نوموړي زياته کړه، چې دغه راز به په دې سره د خوست ښار ګڼه ګوڼه هم را کمه شي او ښاريان به په ډېرې اسانۍ سره پر سړکونو تګ راتګ کوي.
د باقي زوی په خبره، دوی غواړي له ټول ښار څخه هغه موانع لرې کړي، چې د امنيت په موخه د امنيتی ارګانونو له لوري ايښودل شوي دي.