په خوست کې ډاياګ ته سپکې او درنې وسلې وسپارل شوې

خوست ښار (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): په خوست کې د ډاياګ پروګرام مسوولين وايي، چې د افغان  ځواکونو له لوري نيول شوې ٣٩ ميله وسلې دوى ته وسپارل شوې.
په خوست کې د ډاياګ (د غيرقانوني وسلوالو ډلو د بې وسلې کولو پروګرام) مسوول ډګروال شېرزاد د سلواغې په ۱۹مه پژواک اژانس وويل، چې دغه وسلې نن د خوست ولايت مقام په انګړ کې ورته وسپارل شوې.
د هغه په وينا، په دغو وسلو کې دوه ۸۲ ملي متري توپونه، ۹ راکټ انداز، ۵ پيکاوې، ۴  دهشکې، ۱۵ کلاشيکوفونه، ۳ يوولس ډزي ټوپک  او درې تومانچې شاملې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه وسلې ملي اردو او ملي پوليسو د خوست په بېلابېلو سيمو کې د  مختلفو عملياتونو په ترڅ  کې ترلاسه کړې وې.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي، چې په يادو مراسمو کې يې ګډون کړى و، وويل، چې په خوست کې افغان ځواکونه د پخوا په پرتله زيات پياوړي شوي دي.
ده زياته کړه، چې دا مهال په دغه ولايت کې افغان ځواکونه د دې جوګه دي، چې په يواځې ځان عمليات ترسره کړي او د بدو پېښو مخه ونيسي.
د ده په خبره، په خوست کې ډاياګ ته د وسلو سپارل د دې څرګندونه کوي چې دلته امنيت ښه شوى او امنيتي ځواکونه له غيرقانوني وسلوالو څخه وسلې راټولې او د خلکو امنيت خوندي کړي.
د يادونې ده، چې په روان لمريز کال کې د خوست په بېلابېلو سيمو کې ۱۶۸ ميله سپکې او درنې وسلې افغان ځواکونو لاس ته راوړي او ډاياګ پروګرام ته سپارل شوې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.