خوست ښار (پژواک ١٢ تله ٩٠): په خوست ولايت د ملي امنيت رياست وايي، چې دوه تنه يې د ځانمرګو بريدونو او يو يې له هغو سره د مرستې په تور نيولي دي.د دغه رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته نن (د تلې ١٢مه) په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه کسان د زمري په ۲۸مه هغه مهال، چې غوښتل يې د ازادۍ د ورځې په غونډو او مراسمو کې ځانمرګي بريدونه وکړي، نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نيول شويو کې دوه تنه د پاکستان د جنوبي وزيرستان او پنجاب او درېيم يې د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د سرچينې په خبره، نيول شوي کسان د پاکستان د واڼه له سيمې لومړى پکتيکا او بيا د غزني او ميدان وردګو ولايتونو له لارې خوست ته راوستل شوي وو.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، نيول شويو کسانو اعتراف کړى، چې خوست ته د ځانمرګو بريدونو د ترسره کېدو په موخه راغلي وو.
د خوست د ملي امنيت رياست د دغو کسانو يوه ويډيو، چې خبرې يې په کې کړې دي، هم خپره کړې ده.
نيول شوي عبدالرحمن، عبدالباري او محمدعثمان نومېږي.
عبدالرحمن، چې ځان د جنوبي وزيرستان اوسېدونکى بولي، په خپلو خبرو کې وايي، چې دوى ته د پاکستان په يوه ديني مدرسه کې د يوې مياشت په موده کې روزنه ورکړل شوې ده.
هغه ويلي، چې له هغې وروسته د واڼه له لارې غزني او بيا ميدان وردګو ولايت ته راوستل شول.
ده زياته کړې، چې دوى پنځه تنه وو او د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ د عليش خېلو په سيمه کې يې په يوه دينې مدرسه کې څه د پاسه يوه مياشت تېره کړه.
هغه په خبرو کې وايي، د دوى درې ملګري، چې هغه هم د پاکستان د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي وو، بېرته تللي او دوى محمدعثمان ته، چې د عليش خېلو په مدرسه کې مدرس دى، وسپارل شول، څو يې خوست ولايت ته ورسوي.
هغه زياتوي، چې دوى په ياده مدرسه کې د ځانمرګو واسکټونو د ترلاسه کولو په موخه اوسېدل.
محمدعثمان هم په خپلو خبرو کې اعتراف کړى، چې د سيداباد ولسوالۍ د عليش خېلو په سيمه کې د يوې ديني مدرسې ښوونکى دى.
نوموړي ويلي، چې ياد کسان يې د شل زره افغانيو په بدل کې خوست ته راوستي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.