Add new comment

 د خوست ولايتي شورا خپل دفتر وتاړه

خوست ښار ( پژواک ٢٩ ورى ٩٢ ) : د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کې د خوست ولايت داسماعيلخېلو ولسوالۍ د ملي امنيت مدير ووژل شو.د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقيزوي د وري په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه وسلوال بريد نن مازيګر د خوست مرکز لويديځ ته د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړونده د دوه سرکه په ښارګوټي کې وشو.
خو د هغه د ملي امنيت د مدير د وژل کېدو او يا هم ټپي کېدو په اړه معلومات نه درلودل.
قوماندان باقي زوی وايي چې د بريد سيمه د پوليسو له لوري کلابنده شوې او د مشکوکو کسانو د نيولو په اړه يې پلټونکي عمليات پيل کړي دي.
يوې بلې باوري امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک ته تاييد کړه ، چې په بريد کې د ولسوالۍ د ملي امنيت مدير عثمان جان وژل شوی دی.
د دوه سرکه د سيمې يوه تن اوسېدونکي زاهدالله پژواک اژانس ته وويل، چې بريد کوونکي په يوه سراچه موټر کې سپاره وو او د استخباراتو پر دغه مامور يې د هغه په دوکان کې د اتومات ماشينګړو ډزې وکړې او وروسته وتښتېدل.
هغه زياته کړه چې د استخباراتو مدير عثمان جان نورو کسانو په موټر کې واچاوه او د ښار په لور يې روان کړ، خو زاهدالله وويل، دا چې هغه وژل شوی او که ټپي دی، هيڅ معلومات نه لري.
د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې په دې بريد کې مدير عثمان جان د دوی د ملګرو لخوا وژل شوى دى.
د يو بل خبر له مخې نن غرمه مهال د خوست په صبريو ولسوالۍ کې دوه موټر سايکل سپاره، چې غوښتل يې د ملي اردو ځواکونو پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړي، ويشتل شوي او وژل شوي دي.
د صبريو ولسوالۍ  امنيه  قوماندان سمونيار محمد روشن پژواک ته وويل، چې دغه دوو تنو د ملي اردو پر هغې پوستې د بريد پلان درلود، چې تازه جوړه شوې

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.