په خوست کې ١٥ وسلوال نيول شوي دي

خوست ښار (پژواک ١١ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې دخوست په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ١٥ وسلوال او يو شمېر وسلې او مهمات نيول شوي دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى نن (د مرغومي ١١ مه) په يوه مطبوعاتي ناسته کې وويل، چې دغه کسان يې د خوست په بېلابېلو ولسواليو کې د ملي پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې نيولي دي.
د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال يې دوه د ځانمرګو واسکټونه، ٥٠ ماينونه، ١٠ ميله وسله او ٩٠٠ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي هم نيولي دي.
نوموړي د نيول شوو کسانو او مهماتو د نيول د کره ځايونو په اړه معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه، چې د عملياتو پر مهال ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د امنيه قوماندان په خبره، دغه عمليات له تېرې اونۍ راهيسې پيل شوي او تر هغه به ادامه ولري، څو د خوست ګڼې سيمې د وسلوالو له شتون څخه پاکې کړي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.