د خوست ولايتي شورا خپل دفتر وتاړه

خوست ښار (پژواک ٦ مرغومى ٩١): د خوست مرکز اړوند د پخواني هوايي ډګر په دروازه کې، چې د سي اى اې مرکز هم دى، د موټر بم چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او شپږ ټپيان دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى د مرغومي په ٥ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې رامنځ ته شوه، چې له امله يې دوه افغان کارګر او يو افغان کمپايني سرتېرى وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په پېښه کې شپږ افغان کارګران ټپيان دي، چې دا مهال د خوست ښار په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د پېښې سيمه د بهرنيو ځواکونو له خوا کلابنده ده او په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
عيني شاهدان وايي، چې دغه موټربم چاودنه د يوه سوپرکېسټم موټر په وسيله وشوه.
د حبيب الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د موټربم دغه بريد د پخواني هوايي ډګر په لومړۍ دروازه کې شوى دى.
نوموړى وايي، چاودنه ډېره زوروره وه او په داسې حال کې وشوه، چې ډېرى کارګران هوايي ډګر ته د ننوتو په حال کې وو.
د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر اميربادشاه منګل وايي، چې دوى ته له پېښې يواځې دوه مړي ور وړل شوي دي.
خو په خوست ښار کې د کومکي په نوم د خصوصي روغتون يوه ډاکټر د نوم په نه ښودو پژواک اژانس ته وويل، دوى ته شپږ ټپيان ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پېښه تاييدوي، خو زياتوي، چې په دې چاودنه کې د دوى ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې د موټربم دغه چاودنه د خوست پر چپمېن مرکز شوې ده.
ايساف وايي، چې په دې پېښه کې درې افغان کارګران وژل شوي او درې ټپيان دي.
وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغه بريد کې لسګونو کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.