Add new comment

 د خوست ولايتي شورا خپل دفتر وتاړه

خوست ښار (پژواک ٤ ورى ٩٢): د خوست ولايت يو شمېر اوسېدونکي د ولايتي چارواکو له خوا د حساب ورکونې لړۍ ښه بولي او زياتوي چې په دې سره د ولس او دولت ترمنځ واټن له منځه ځي.
له تېرو دوو اونيو راهيسې د خوست د بېلابېلو ادارو رييسانو، مدني ټولنو او د رسنيو استازو ته د تېر يوه کال د حساب ورکونې لړۍ پيل کړې ده.
د خوست ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالی روان وايي، چې د رييسانو له لوري ولس ته د حساب ورکولو لړۍ يې ځکه پيل کړې؛ چې د ولس او دولت ترمنځ شته واټن له منځه ولاړ شي.
هغه د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پروسه کې چې کله يو رييس د خپلې ادارې په اړه راپور ورکوي، مدني ټولنه، د رسنيو استازي، قومي مشران، ديني عالمان او د بېلابېلو قشرونو استازي شتون لري.
روان زياتوي، د چارواکو له خوا د کاري راپورونو تر وړاندې کولو وروسته به بيا ولس قضاوت وکړي، چې نوموړي په خپلو چارو کې څومره ريښتيني او بريالي وو.
د نوموړي په وينا، د چارواکو له خوا خلکو ته له حساب ورکونې سره به په دغه ولايت کې ښه حکومتوالي رامنځته شي.
بريالي روان وويل، چې تېر کال له حساب ورکولو وروسته د دغه ولايت په حکومتي ادارو کې تر ډېره سمون راغلی او چارواکي خپلو دندو ته په سم ډول متوجه شوي دي.
د خوست يوه اوسېدونکي ژورنالېست حميدالرحمن کريمزی هم په دې باور دی، چې دا لړۍ کولای شي، د حکومتي ادارو په سر کې مامورين وهڅوي، چې په خپلو ادارو کې د اداري فساد د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره جدي کار وکړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، په دغه کار سره خلک په دې باوري کېږي، چې يو څوک شته څو چارواکي د حساب مېز ته راکش او پوښتنه ترې وکړي.
د حساب ورکولو د لړۍ يو بل ګډونوال فياض مرتضی بيا وايي، چې د رييسانو راغوښتل او له هغوی د پوښتنو کول ښه کار دى، خو زياتوي، چې په دې اړه جدي غبرګون ته اړتيا ده.
د هغه په خبره، دا لړۍ تېر کال هم ترسره شوه، خو هومره، چې تمه يې کېده څه پايله يې نه ده ورکړې.
په خوست کې د ميډيا سنټر مشر محمدرسول عادل ولس ته حساب ورکول ښه کار بولي، خو هغه وايي، چې تېر کال هم د خوست ټولو رييسانو حساب ورکړی و او لس سلنه يې په کارونو کې ښه والی راغلى دى.
د عادل په خبره، ځينې چارواکي چې په خپلو کارونو کې بريالي نه وو، بيا هم پر خپلو دندو پاتې شوي دي.
هغه وايي: ((زما له ولايتي ادارې غوښتنه دا ده، کله چې کوم چارواکي د خلکو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ونه وايي، ژر دې له دندې ګوښه کړاى شي.))
د خوست ښار د صنفي اتحاديې غړی روشن بيا وايي، حساب ورکول هغه وخت ښه پايله ورکولی شي، چې کامياب چارواکي تقدير او ناکام هغه يې له دندو لاس په سر شي.
د نوموړي په خبره، که دغه کار ترسره نه شي، نو حساب ورکول يواځې د خلکو وخت ضايع کول دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.