د دولتي مامورينو د وژلو په تور څلور تنه ونيول شول

خوست ښار (پژواک ٢١ لېندۍ ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د يو لړ عمليات پر مهال يې هغه څلور کسيزه وسلواله ډله نيولې، چې دولتي مامورين يې وژل.
د خوست د ملي امنيت رياست د لېندۍ په ۲۱مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې ځواکونو يې په عملياتو کې هغه کسان ونيول، چې د ملي امنيت د کارکوونکو په ګډون يې پنځه دولتي مامورين وژلي وو.
د سرچينې په وينا، د وسلوالو دغه ډله يې تېره شپه د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې په داسې حال کې نيولې، چې د دوو نورو دولتي مامورينو د وژلو پلان يې جوړاوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نيول شوو کې درې تنه د خوست د تڼيو او څلورم يې د پکتيکا ولايت اوسېدونکى دى.
سرچينه زياتوي، چې نيول شوې ډلې پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې روزنه يې د پاکستان په يو شمېر ديني مدرسو کې ترلاسه کړې ده.
خبرپاڼه کاږي، دوى په خپلو اعترافونو کې دا هم ويلي، چې د دولتي مامورينو د وژل کېدو په بدل کې ورته پيسې ورکول کېدې.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.