د ځاځي ميدان خلک سيمه ييز پوليس غواړي

خوست (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ خلک په خپله سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د ګومارلو غوښتنه کوي.
د ځاځي ميدان ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر ملک زاور ځاځی وايي، په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت لپاره د سيمه ييزو پوليسو جوړېدو ته اړتيا ده.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، که په ځاځي ميدان کې سيمه ييز پوليس جوړ شي نو د ډيورنډ له کرښې د وسله والو د را اوښتو مخه به ونيول شي.
دغه راز يو بل قومي مشر ملک بادشاه مير هم په خپله ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو جوړښت د امنيت لپاره ګټور او اغېزمن بولي.
هغه وايي، د ځاځي ميدان او باک ولسواليو تر منځ سيمو کې وسله وال په ازاده اوړي را اوړي، چې د مخنيوي يواځېنۍ لاره يې سيمه ييز پوليس کېداى شي.
د ځاځي ميدان اوسېدونکى او د خوست ميډيا سنټر غړى نشان الدين اهنګر وايي، چې ځاځي ميدان د پاکستان له کرمي ايجنسۍ سره نږدې سل کيلومتره ګډه پوله لري.
اهنګر زياتوي د سيمه ييزو پوليسو فعاليدل به د سيمې امنيت وساتي او پوله ساتونکي ځواکونه به دې ته وزګار شي، چې په پوله کې د وسله والو تګ راتګ وڅاري.
د خوست د ولايتي شورا مرستيال جان مير ځاځى هم په دې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو فعالېدل اړين بولي او زياتوي، چې له سيمه ييزو پوليسو پرته په کليو کې امنيت نه شي راتلاى.
د ولايت د عامه اړيکو مسوول بريالى روان هم وايي، که د ځاځي ميدان په لرې پرتو سيمو کې سيمه ييز پوليس وګومارل شي د وسله والو د فعاليت مخه به بنده شي.
هغه وايي، له دې سره به له يو لوري د سيمې امنيت خوندي شي او له بل لوري به د دولتي واکمنۍ ساحه پراخه شي.
روان زياتوي، چې د کورنيو چارو له وزارته يې د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل غوښتنه کړې، خو تر اوسه يې رسمي منظوري نه ده راغلې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.