د ولايتي شوراګانو ټاکنې

غزني ښار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): ١٦ تنه ځوانان، چې د غزني ولايت اوسېدونکي دي او هلمند ته د کوکنارو د نېش وهلو لپاره تللى وو، د وسله والو له لوري وژل شوي دي. د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال د غويي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې په وژل شوو کې اته تنه يې د قره باغ او اته نور يې د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکي وو. د هغه په وينا، په هلمند کې د وژل شوو کسانو مړي پرون په خپلو سيمو کې خاورو ته وسپارل شول. نوموړي زياته کړه، چې د دې کسانو د وژل کېدو په اړه بشپړ معلومات نشته، خو ويل کيږي، چې د هلمند په ګرشک کې د کوکنارو د نېش وهلو پر مهال د وسله والو تر بريد لاندې راغلي دي.

غزني (پژواک ۲۶ وری ۹۲): د غزني چارواکي وايي، چې د اندړو ولسوالۍ اړوند د ناني په سيمه کې وسله ولو د يو ودانيز شرکت دوه انجنيران او يو کارګر وژلي او يو بل تن يې ټپي کړى دى. د غزني د والي وياند فضل الرحمن سباوون د وري په ٢٦مه پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې دغه کسان له قره باغ ولسوالۍ څخه غزني ښار ته پر لاره وو، چې وسله والو د اندړو ولسوالۍ په ناني سيمه کې له موټره ښکته کړي او بيا يې وژلي دي. نانى د کابل-کندهار د لويې لارې پر سره د اندړو ولسوالۍ اړوند سيمه ده. د سباوون په وينا، دغه کسان د ننګرهار او لغمان ولايت اوسېدونکي دي او د افيک په نوم له يو ودانيز شرکت سره يې کار کاوه.

غزني (پژواک، ١٧ لړم ٩١): د غزني چارواکي وايي، د قرباغ ولسوال د وسلوالو طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې ټپي شوى دى. د غزني د والي وياند نبي جان د لړم په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قرباغ ولسوال انجنير زيت الله عظيمي، نن مازيګر مهال د دې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د وسلوالو طالبانو په يوه کمين کې سخت ژوبل شوى دى. نوموړي د زياتو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه، چې ولسوال اوسمهال تر درملنې لاندې دى. د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد وايي، ولسوال زيت الله له قره باغ څخه د غزني ښار ته روان و، چې د موشکي په سيمه کې تر بريد لاندې راغى.

غزني ښار (پژواک ۲٨ وږى ۹۱): د غزني والي او د ولايتي شورا مرستيال وايي، چې په غزني د افغان وسلوالو طالبانو ترڅنګ بهرني وسلوال هم ډېر شوي دي. د غزني والي موسى خان اکبرزاده د وږي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې ډېر شمېر وسلوال طالبان بهرني دي او کومې نا امنۍ چې په وروستيو کې جوړې شوې، هم د دوى له امله دي.

غزني (پژواک ٨ سلواغه ٩١): د غزني والي پر يو شمېر وزارتونو نيوکه وکړه، چې د ٢٠١٣ کال د چمتووالي لپاره يې تر اوسه پورې هېڅ کار نه دى کړى. د غزني والي موسى خان اکبرزاده د مولود شريف په وياړ په جوړه شوې غونډه کې وويل، په ٢٠٠٧زېږديز کال چې کله غزني ولايت د اسلامي نړۍ پلازمېنه نومول شوى، نو له هغه وخته تر اوسه يې په اړه اړوندو وزارتونو بې غوري کړې ده. ده زياته کړه: ((په غزني کې له ۲۰۰۷ کال نه تر۲۰۱۱ کال پورې خښته په خښته نه ده اېښودل شوې، ټول کارونه يې په صفر ولاړ وو.)) د ده په خبره، په ۲۰۱۱ کال کې يواځې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له لوري ۱۱ تاريخي ابدې رغول شوي او بس.

غزني ښار (پژواک ۶ کب ۹۱): په غزني کې شپږ پروژې د اطلاعاتو او کولتور وزير له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د اطلاعاتو او کولتور وزير سيدمخدوم رهين، چې نن (د کب ٦ مه) غزني ته تللى و، د دغو پروژو د پرانېستې پر مهال وويل، دغه شپږ پروژې، چې د غزني لپاره د اطلاعاتو او کولتور رياست ودانۍ، د سيداحمد مکه يي، سيدجلال اغا، ترک حضرت، بابا علي او سيدشاه اغا مقبرې شاملې دي. د هغه په وينا، په دغو ټولو پروژو، چې نږدې ۱۵ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، د رياست لپاره نوې ودانۍ او نورې پنځه مقبرې له سره ورغول شوې.

غزني ښار (پژواک ۲۴ ورى ۹۲): غزني د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په توګه د رسمي پېژندل کېدو په ترڅ کې د ١٣ ولايتونو لاسي صنايع او تاريخي اثار نندارې ته وړاندې شول. د غزني د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې د نومولو مراسم، نن د سهار په شاوخوا لسو بجو په غزني ښار کې ترسره شول. د همدې مراسمو په ترڅ کې نن ديارلسو ولايتونو خپل لاسي صنايع او تاريخي اثار نندارې ته وړاندې کړل، چې ترڅنګ يې ملي اټن، ورزشي نمايشونه، نښان ويشتنه او يو شمېر نورې دوديزي لوبې هم ترسره شوې.

کابل ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : غزني د اسلامي فرهنګ د نومولو مراسم ، چې پکې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو چارواکو ګډون کړى و ، د امنيت په فضا کې ترسره شول . غزني نن د وري په ٢٤مه، په رسمي توګه د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې په توګه ونومول شو . په دې اړه د غزني د ولايت مقام د غونډو په تالار کې يو لړ مراسم نيول شوي وو، چې پکې د کابينې له لسو زيات وزيرانو، ګڼ شمېر مرستيالانو، د ولسمشر ارشد سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني، د ايران داطلاعاتو او فرهنګ وزير، د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او يو شمېر سفيرانو برخه درلوده.

غزني ښار ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : د غزني داسلامي فرهنګ د پلازمېنې د نومولو په مراسمو کې د غزني او له يو شمېر نورو ولايتونو څخه راغلو خبريالانو ته په غونډه کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه. ځايي چارواکي وايي، چې ددې مراسمو د خپرولو حقوق په کابل کې د يک په نامه خصوصي تلوېزيون ته ورکړل شوى او له مرکز څخه ورته امر شوى ، چې نورو ژورنالېستانو ته اجازه ورنکړل شي. د دې مراسمو د پوښښ راوستلو په موخه د غزني ترڅنګ له کابل او يو شمېر نورو ولايتونو څخه لسګونه خبريالان راغلي ، خو د مراسمو په تالار کې ورته اجازه ورنکړل شوه.

غزني ښار ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : غزني د اسلامي فرهنګ د پلازمينې د نومولو په اړه مراسم په غزني ښار کې ترسره شول. دا مراسم نن د وري په ٢٤مه، دسهار په شاوخوا لسو بجو د غزني ولايت مقام د غونډو په تالار کې پيل شول. د غزني د والي وياند فضل سباوون پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې مراسمو لپاره چمتوالى لا دمخه بشپړې شوى او کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي. هغه زياته کړه ، چې له پرون راهيسې دې ولايت ته د کورنيو او بهرنيو پلاوو راتګ پيل شوى و او نن سهار هم ګڼ شمېر کورني او بهرني پلاوي راغلل.

Pages

Subscribe to د ولايتي شوراګانو ټاکنې