په غزني کې ځينو ولايتونو لاسي صنايع او تاريخي اثار نندارې ته وړاندې کړل

غزني ښار (پژواک ۲۴ ورى ۹۲): غزني د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په توګه د رسمي پېژندل کېدو په ترڅ کې د ١٣ ولايتونو لاسي صنايع او تاريخي اثار نندارې ته وړاندې شول. د غزني د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې د نومولو مراسم، نن د سهار په شاوخوا لسو بجو په غزني ښار کې ترسره شول. د همدې مراسمو په ترڅ کې نن ديارلسو ولايتونو خپل لاسي صنايع او تاريخي اثار نندارې ته وړاندې کړل، چې ترڅنګ يې ملي اټن، ورزشي نمايشونه، نښان ويشتنه او يو شمېر نورې دوديزي لوبې هم ترسره شوې. د باميانو اوسېدونکې شاه ګل، چې د خپل ولايت لاسي توکي يې په غزني کې د ۲۰۱۳ کال په وياړ د درېيو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي، پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوه سوه ډوله توکو د ننداري له لارې غواړي د باميانو تاريخي اثار او لاسي صنايع نورو خلکو ته وروپېژني. د هغې په وينا، له دې لارې به هغه مېرمنې چې دغه توکي يې جوړ کړي، خپله مزدوري هم لاسته راوړي. له تخار ولايت څخه راغلي محمديوسف، چې دې نندارتون ته يې د نارينه او مېرمنو جامې او د نارينه وو لپاره جوړې کړې غاړې او لسګونه نور څيزونه راوړي و، وويل: "دا توکي مو په غزني کې د ۲۰۱۳ کال په وياړ نندارې ته وړاندې کړي، څو د دغه ولايت لاسي صنايع د غزني خلکو او نورو مېلمنو ته وښيو." د دغو مراسمو د ترسره کېدو وروسته په غزني ولايت کې نښه ويشتل، شمشېربازي او يو شمېر نور ورزشي نمايشونه هم ترسره شول. د غزني د جاغوريو ولسوالۍ يو نښه ويشتونکى علي رضا وايي، دوى د دغې ورځې لپاره زيات تمرينونه کړي، څو وکولى شي خپلې لوبې په ښه توګه بهرنيانو ته وښيي. ده پژواک اژانس ته زياته کړه، نښه ويشل يوه لرغونې او دوديزه لوبه ده چې په دې وروستيو کې ورته زيات پام اوښتى دى. غزني په ۲۰۰۷زېږديز کال د ليبيا هېواد په طرابلس ښار کې د کلتورې وزيرانو په عمومي غونډه کې په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامې هېوادونو پلازمېنه ونومول شوه چې نن په رسمي ډول دغه مراسم ترسره شول.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.