غزني ١٩ اداري واحدونه لري، چې يو مرکز او اتلس ولسوالۍ په کې شاملې دي.
مرکز: غزني ښار ته د اولياوو ښار وايي او له تاريخي پلوه نړيوال شهرت لري. د غزني زوړ ښار او بالاحصار د غزني د تېر تاريخ سمبول دى، په ښار کې يې سوداګرۍ له دې امله ډېره وده کړې، چې په څلور لارې کې پروت دى.
اندړ: دغه ولسوالي د غزني سوېل ختيځ ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ده، په لومړۍ درجه او په ډېر نفوسه ولسواليو کې راځي او د سردې بند او د چهاردېوال ستره پروژه په همدې ولسوالۍ کې موقعيت لري.
ده يک: د غزني ښار ختيځ ته په ١٨ کيلومترۍ کې پرته ده او په ختيځ کې د پکتيا له زرمت ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. په دې ولسوالۍ کې د کرومايټ ډبرو يو ستر کان هم شته، چې تر دې مهال همداسې سرپوښلى پاتې دى.
زنخان: د مرکز په ختيځ کې په ٢١ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده. په ختيځ کې له لوګر او په شمال کې له ميدان وردګو سره ګډه پوله لري، په دې ولسوالۍ کې د زنخان په نوم د اوبو يو ستر بند، چې تاريخي لرغونتيا هم لري، شته.
خواجه عمري: دغه ولسوالۍ د غزني شمال ته په ١٦ کيلومترۍ کې پرته ده او د زياتو باغونو او شينوالي له امله د غزني په پغمان مشهوره ده او کرنيزې ځمکې يې د سلطان بند له اوبو خړوبيږي.
واغز: د غزني ښار لوېديځ ته په ١٤ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده. د دې ولسوالۍ ډېرى سيمې غرونه او غونډۍ جوړوي او د خلکو اقتصاد يې په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى.
قره باغ: د غزني سوېل ته په ٥٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، د زرسنګ او زردالو بندونه په همدې ولسوالۍ کې دي او د زرکشان د سروزرو کان هم د دې ولسوالۍ په لوېديځه غرنۍ سيمه کې موقعيت لري.
ګيرو: دغه ولسوالۍ شاوخوا ٦٠ کيلومتره له مرکزه لرې پرته ده او په ختيځ کې د پکتيکا له يوسف خېلو ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
اب بند: دغه ولسوالۍ د کابل – کندهار د لويې لارې پر سر پرته ده او له مرکزه ٧٠ کيلومتره واټن لري، په سوېل کې له پکتيکا ولايت سره ګډه پوله لري.
مقر: دغه ولسوالۍ د کابل کندهار د لارې پر سر سوېل ته پرته ده، له مرکز غزني څخه ١٠٠ کيلومتره واټن لري او د غزني په لومړۍ درجه او ډېر نفوسه ولسواليو کې راځي.
ګيلان: ګيلان له مرکزه ١٢٠ کيلومتره واټن لري او د کابل – کندهار پر لاره پرته ده، په سوېل کې د زابل له شاجوى سره ګډه پوله لري.
ناوه: ناوه د غزني له مرکزه ١٥٥ کيلومتره لرې سوېل ختيځ ته پرته ولسوالي ده، اب استاده (ولاړې اوبه) هم په دې ولسوالۍ کې دي او په ختيځ کې د پکتيکا له خوشامند او وازې خوا ولسواليو سره پوله لري. دا چې ياده سيمه له ګڼې ګوڼې خالي ده او ارام چاپېريال لري، نو ډول ډول ارزښمتن او نادر مرغان ورته راځي او يا هم په دې سيمه کې ژوند اختياروي.
ناور: دغه ولسوالي د غزني شمال لوېديځ ته په ٩٠ کيلومترۍ کې پرته غرنۍ سيمه ده، د ناور دښته د کوچيانو لپاره پراخ څړ ځاى دى، دغه سيمه اوږد ژمى، معتدل اوړى او پراخې ځمکي لري، خو ډېر نفوس لرونکي نه ده.
جاغوري: دغه ولسوالۍ له مرکزه لوېديځ ته په ٧٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري. د دې سيمې له درېيو دوه برخې غرونه او غونډۍ جوړوي، په وروستيو کې ښوونې او روزنې په کې ډېره وده کړې ده.
مالستان: دا سيمه هم ډېره برخه يې غرونو نيولې او له مرکزه شاوخوا ١١٠ کيلومتره لرې لوېديځ ته پرته ده.
اجرستان: دغه ولسوالۍ هم له مرکزه لرې او په ١٦٠ کيلومترۍ کې لوېديځ ته پرته ده، له اروزګان سره ګډه پوله لري، د زياتو اوبو او کاريزونو له برکته يې خلک هر کال پرېمانه حاصلات لاس ته راوړي.
رشيدان: دغه ولسوالۍ د غزني مرکز شمال ته په ٢١ کيلومترۍ کې پرته ده، په ختيځ کې د وردګو له جغتو سره ګډه پوله لري.
جغتو: دغه ولسوالۍ له مرکزه لوېديځ ته په ١٨ کيلومترۍ کې پرته ده او د سراب په نوم د اوبو يو بند هم لري، چې ډېرې ځمکې يې د سراب له اوبو خړوبيږي.
خوګياڼي: دغه ولسوالۍ له مرکزه ١٢ کيلومتره لرې لوېديځ ته موقعيت لري، خلک يې په ځمکوالۍ او مالدارۍ بوخت دي.