٥٥-چمن شاه اعتمادي
دغزني دخلکو استازى ،رايې : ٥٨٧٤
چمن شاه اعتمادي د سلطان زوى په ١٣٥١ لمريز کال کې دغزني ولايت په مالستان ولسوالۍ کې زېږېدلى ، خپلې ديني زده کړې يې په ١٣٧٧-١٣٨٤کلونو کې په اېران کې کړي او دلېسانس سند يې په ١٣٨٩لمريز کال کې دايران له جامعه المصطى څخه ترلاسه کړى دى .
له ١٣٧٨څخه تر ١٣٨٤ لمريز کال پورې يې دمالستان په رسول اکرم دينې مدرسه کې ديني علوم تدريسول او له هغه وروسته دڅلورو کلونو لپاره دمالستان دنجونو په ميرادينه نومې لېسه کې د ټولنيزو علومو ښوونکى و او تر څنګ يې دخلکو د دعواوو په هوارولو او د ديني مسايلو په تبليغ بوخت و .
داړيکو شمېره : 0776621939, 0777775520
 ٥٦-الحاج خدا داد عرفاني
دغزني دخلکو استازى ، رايې : ٦٦٥٨
خداداد غزيزي دصفدر علي زوى ، په ١٣٣٢لمريز کال کې دغزني په جاغوري ولسوالۍ کې زېږېدلى او په ١٣٥٣لمريز کال کې دايت الله محقق له مدرسې نه فارغ شوى . له ١٣٥٨ لمريز کال څخه را وروسته په جاغوري ولسوالۍ کې دحزب وحدت اسلامى ( خليلي ) ګوند عمومي قوماندان او اداره چى و او له ١٣٥٩ څخه تر ١٣٧٠کال پورې په پنځو ولسواليو کې ددغه ګوند دعمومي قوماندان په توګه پاتى شوى دى .  دلنډمهالي او انتقالي دولت پر مهال په بيړنۍ لويه جرګه او بيا د اساسي قانون دتصويب به جرګه کې وکيل و او له ١٣٨١ لمريز کال څخه تر ١٣٨٣ کال پورې دغزني د مشورتي شورا مرستيال او له ١٣٨٥ څخه تر ١٣٨٩لمريز کال پورې يې  په جاغوري ولسوالۍ کې د ولسوال په  توګه کار کړى دى .
 داړيکو شمېرې : 0799349072, 0788307040
٥٦-هماسلطاني
دغزني دخلکو استازې ، رايې : ٦٢٣٨
هماسلطاني په ١٣٥٣ لمريز کال کې دکابل په خير خانه مينه کې زېږېدلې . په ١٣٦٨لمريز کال کې دعايشه دراني له عالي ليسې فارغه او په ١٣٨٢ لمريز کال يې  دکابل پوهنتون له انجينري پوهنځي څخه دليسانس سند ترلاسه کړ .سلطاني په افغانستان کې دبيان له ازادۍ څخه ددفاع موسسې بنسټګره ده او دښځو دحقونو لپاره يې مبارزه کړې .نوموړې دجاغوري دنجونو په شهدا ليسه کې د استادې په توګه دنده اجرا کړې له ١٣٨٤ لمريز څخه تر ١٣٨٨ کال پورې يې دافغانستان دبشري حقونو په خپلواک کميسيون کې دښځو حقونو دڅانګې د مشرې په  توګه  کار کړى دى .
0799853967 داړيکو شمېره :
 ٥٨-انجنيرنفيسه عظيمي
دغزني دخلکو استازې ، رايې : ٦٢٢٨
انجينر نفيسه عظيمي دمحمد نعيم لور په ١٣٥٢لمريز کال کې په کابل کې زېږېدلې . له اره دغزني ولايت دجاغوري ولسوالۍ اوسېدونکې ده او دکابل د پل تخنيک پوهنتون له ساختماني څانګې څخه فارغه شوې ده .شپږ کاله يې دغزني دنجونو شهدا لېسه کې دښوونکې په توګه دنده اجرا کړې . ددوو کلونو  لپاره يې په فيوچرجنريشن موسسه کې دکارکوونکې ، په جاغوري کې د  SDO موسسې د CHW ترېنرې او د JRSP موسسې دمنيجرې په توګه په بېلابېلو برخو کې دنده اجرا کړې ده .په ١٣٨٤ لمريز کال کې د غزني د ولايتي شورا غړې او ددرېيو کلونو لپاره يې ددغې شورا رياست هم پر غاړه و .
داړيکو شمېره :٠٧٩٧٤١٤٣١٤
 ٥٩-محمدعارف شاه جهان
دغزني دخلکو استازى ، رايې : ٩٢٠٩
محمدعارف شاه جهان د غلام رسول زوى ، په ١٣٣٣لمريز کال کې دغزني په جغتو ولسوالۍ کې زېږېدلى دى . په ١٣٥١ لمريز کال کې له حبيبې لېسې څخه فارغ او په ١٣٥٩لمريز کال کې يې د ننګرهار پوهنتون له طب پوهنځي څخه لېسانس تر لاسه کړى دى .دشپږو مياشتو لپاره په غزني کې ډاکټر او وروسته بيا له مجاهدينو سره يو ځاى شو .او د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ دنجات جبهې غړيتوب يې تر لاسه کړ. داستاد رباني په حکومت کې ددفاع وزارت  د تفتيش رييس و .نوموړى په ١٣٧٦لمريز کال کې امريکا ته کډوال او په ١٣٨٦ کې بېرته خپل وطن ته راستون شو او تر ١٣٨٧ لمريز کال پورې په غزني ولايت کې دملي امنيت شورا سلاکار او له هغه څخه وروسته تر ١٣٨٩ لمريز کال پورې دغزني دملي امنيت رييس و .
داړيکو شمېره :٠٧٩٦٥٤٤٢٢٣
 ٦٠-شاه ګل رضايي
دغزني استازې ، رايې : ٣٦٧٩
شاه ګل رضايي دشېرعلي لور ، په ١٣٥٨لمريز کال په کابل کې زېږېدلې او له اره دغزني ولايت دجاغوري ولسوالۍ اوسېدونکې ده . نوموړې په ١٣٨٠لمريز کال کې دجاغوري له زينبيه لېسې څخه فارغه او دلېسانس سند يې دکابل پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه په ١٣٩٠ لمريز کال کې ترلاسه کړ دى .له ١٣٧٦ څخه تر ١٣٨٤ لمريز کال پورې ښوونکې او له ١٣٨٢ لمريز کال څخه تر ١٣٨٤ لمريز پورې يې دجاغوري بدره زار ، دنجونو زينبيه چوپ لېسې دمديرې په توګه دنده اجرا کړې ده .نوموړي په ١٣٨٤ لمريز کال کې وړاندې تر دې ، چې دولسي جرګې  په پنځلسمه دوره کې ددغې جرګې غړيتوب ترلاسه کړي ، دجاغوري دخانه فرهنګ او هنر غړيتوب يې درلود او دجاغوري مياشتينۍ مجلې اېډېتره وه .
داړيکو شمېره : 0799849199
 ٦١-علي اکبر قاسمي
دغزني دخلکو استازى ، رايې : ١٣٨٥٥
علي اکبرقاسمى دمحمدحسن زوى په ١٣٣٣ لمريز کال کې دغزني ولايت په ناور ولسوالۍ کې زېږېدلى دى .په ١٣٤٢ لمريز کال په غزني کې دکوچيانو له ليليه ښوونځي څخه فارغ او وروسته يې د دوو کلونو لپاره په کابل کې دپلچرخي نظامي ښوونځى ولوست .دى داتقاق اسلامي شورا غړى و او وروسته يې دحزب وحدت اسلامي مردم افغانستان ګوند غړيتوب ترلاسه کړ . له ١٣٨١ لمريز کال څخه تر ١٣٨٣ پورې په غزني کې دملي اردو د١٤ مې فرقې قوماندان او له هغه وروسته په ١٣٨٤ لمريز کال کې د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې دولسي جرګې غړى شو .
 داړيکو شمېره :  0799227734
٦٢-محمدعارف رحماني
دغزني دخلکو استازى ، رايې : ٦٨٦٤
محمدعارف رحماني دخداداد زوى په ١٣٥٤لمريز کال کې دغزني په قره باغ ولسوالې کې زېږېدلى دى .خپلې لوړې زده کړه يې الهياتو او فلسفې په برخه کې کړي او دلېسانس سند يې په ١٣٨٦ لمريز کال کې داسلامي علومو له نړيوال مرکز څخه په اسلامي تعليماتو او قانون کې اخيستى دى . له ١٣٨٢ څخه  تر ١٣٨٣ لمريز کال پورې دفجر اميد اونيزې مسوول مدير ، له ١٣٨٣ څخه  تر ١٣٨٤ کال پورې د ارمان ملي ورځپاڼې مرستيال  و له ١٣٨٢ کال څخه  را وروسته دافغانستان دعلم او فرهنګ بنسټ غړى ، له ١٣٨٦ لمريز څخه تر ١٣٨٨لمريز کال پورې دارشاد ، حج او اوقافو وزارت ستر سلاکار او دافغانستان دشعيه عالمانو داجراييه شورا غړى دى .
داړيکو شمېره   :٠٧٩٣٥٠٥١٥١
برېښنا ليک : [email protected]  
  ٦٣-محمدعلي عليزاده
دغزني دخلکو استازى ، رايې : ١٠٠٧٨
محمدعلي عليزاده د نادرعلي زوى په ١٣٤٤ لمريز کال کې دجاغوري ولسوالۍ په بابه کلي کې زېږېدلى . خپلې ثانوي زده کړې يې په ١٣٧١ لمريز کال کې دجاغوري په عبدالغفار لېسه کې بشپړې کړي او خپلې دينې زده کړې يې له ١٣٦٤ لمريز کال څخه تر ١٣٧٢ کال پورې په ايران کې بشپړې کړي او دلېسانس سند يې په حقوقو کې دپيام نور په نامه شخصي پوهنتون څخه تر لاسه کړى دى .عليزاده دجهاد پرمهال په سياسي ، ټولنيزو او فرهنګي فعاليتونو بوخت و ، په بېړنۍ لويه جرګه کې دخلکو استازى پاتې شوى ، د اساسي قانون لويه جرګه کې يې د دارالانشاء سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ، په کابل کې د راه همبستګى اونيزې چلوونکى ، د افغانستان د خپلواکو خبريالانو دټولنې دعمومي مجمع د جوړولو غړى او دحزب وحدت ملي مردم افغانستان ګوند ( محقق ) لومړى مرستيال دى .
 داړيکو شمېره :  0799344298
برېښناليک [email protected]
٦٤-محمدعلي اخلاقي
دغزني دخلکو استازى ، رايې : ٨٤٩٨
محمدعلي اخلاقي د حسين علي زوى ، په ١٣٥٠ لمريز کال کې دغزني ولايت په مالستان ولسوالۍ کې زېږېدلى ، خپلې لومړنۍ دينې زده کړې يې دمالستان په رضوي مدرسه کې بشپړې کړي او ماسټري يې دټولنپوهنې په برخه کې په ١٣٨٠ لمريز کال کې دايران له امام خميني پوهنتون څخه اخيستې ده .له ١٣٨١ څخه تر ١٣٨٣ لمريز کال پورې دپوهنې وزارت عمومي مدير و ، څېړنيز کارونه يې دافغانستان دټولينزو څېړنو په مرکز کې ددغه مرکز د موسس او غړي په توګه تر سره کړي دي .نوموړى له ١٣٨٥ لمريز کال څخه تراوسه پورې په کاتب او خاتم النبيين پوهنتونونو کې د تدريس ترڅنګ ، په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد او له ١٣٨٥ لمريز څخه تر ١٣٨٩ پورې د څانګې د امر په توګه پاتې شوى دى .
 داړيکو شمېرې : 0777243939/ 0786060541 /0777775660
برېښناليک  : [email protected]
  ٦٥-ډاکتر سيدعبدالقيوم سجادي
دغزني دخلکو استازى ، رايې : ٦٨٩٨
ډاکتر سيد عبدالقيوم سجادي دسيدحکيم زوى په ١٣٤٨ لمريز کال کې دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې زېږېدلى   او په سياسي علومو کې دوکتورا لري ، په پوهنتونونو کې سياسي علوم تدريسوي . دافغانستان دستراتيژيکو مطالعاتو دمرکز موسس او غړى ، دخاتم النبيين پوهنتون دسياسي علومو استاد ، داساسي قانون دلويې جرګې غړى او په همدغه جرګه کې دڅلورمې کمېټې منشي او دتفاهم کمېټى غړى پاتې شوى . دسياسي مسايلو ، ټولنپوهنې ، نړيوالو اړيکو او حقوقي مسايلو په برخه کې تاليفات لري .
 داړيکو شمېره  :  0708484444/0799345952