١- غزنويان تلويزيون
غزنويان تلويزيون په غزني ولايت کې له فعالو رسنيو څخه دى ، چې دانجنير عبدالقيوم عمري له خوا يې په ١٣٨٨ کال کې په خپرونو پيل وکړ . دغه تلويزيون په ورځني ډول پنځه ساعته خپرونې لري ، چې ددغه ولايت تر ٤٠ کيلومتره ساحه تر خپل خبري پوښښ لاندې راولي . غزنويان تلويزيون له شخصي بوديجي او اعلاناتو څخه تمويلېږي او ١٥ تن په کې په کار بوخت دي .
داړيکو شمېرې : ٠٧٨٣١٤٢٩١٢-٠٧٩٩١٩١٩٨٠
برېښنا ليک : [email protected]
 
 ٢-اميد جوان راډيو
د اميد جوان راډيو په غزني ولايت کې له فعالو راډيوګانو څخه ده ، چې دعبدالصبور حميدي او څو تنو نورو ځوانانو له خوا په غزني ښار کې په ١٣٨٥ لمريز کال کې تاسيس او په خپرونو يې پيل وکړ . دغه راډيو دسهار له ٥ نه تر ١٢ بجو پورې خپرونې لري ، چې دامتياز خاوند او اعلاناتو خپرولو څخه خپل لګښتونه پورې کوي . په دغه راډيو کې ٢٣ تنه کار کوي او خپرونې يې په غزني ، پکتيکا او د ميدان وردګو ، لوګر ، پکتيا او زابل په ځينو برخو کې اورېدل کېږي .
داړيکو شمېره : ٠٧٩٩١١٧٥٧٥
برېښناليک : [email protected]
 
٣-پيام جوان راډيو
پيام جوان راډيو ، يوه ازاده ، خپلواکه او نا پېيلې راډيو ده ، چې له کوم ارګان او سياسي بنسټ سره تړاو نه لري ، چې دمومن زاده له خوا په جاغوري ولسوالۍ کې تاسيس شوې ده . دغه راډيو دايف ايم په ٣، ٨٨ څپو خپرونې لري . پيام جوان راډيو دويمه غږيزه رسنۍ ده ، چې جاغوري ولسوالۍ تر خپل خپرنيز پوښښ لاندې راولي .١٤ کارکوونکي لري او تصميم لري ، چې هره ورځ لس ساعته سياسي ، ټولنيزې ، فرهنګى ، ديني ، روغتيايي ، روزنيزې او تفريحي خپرونې وړاندې کړي .
 
٤-جاغوري راډيو
جاغوري راډيو هم په غزني کې له فعالو رسنيو څخه يوه ده ، چې دانترنيوز موسسې له خوا په ١٣٨٣ لمريز کال کې تاسيس شوې ده . دغه راډيو دسهار له اوو دغرمې تر ١٢ او دماسپښين له ٢ دشپې تر ٨ بجو خپرونې لري او دپوښښ ساحه يې ٤٥ کيلومتره ده . جاغوري راډيو دايساف او انترنيوز له خوا تمويلېږي او اوسمهال ١٢ تنه په کې په کار بوخت دي .
داړيکو شمېره : ٠٧٩٩٠٥٤٨٤٩
برېښناليک : [email protected]
 
٥- دهکده راډيو
دهکده راډيو دغزني له غږيزو رسنيو څخه يوه ده ، چې دفريداحمد روستايي له خوا په ١٣٨٧ کال کې تاسيس او په خپرونو يې پيل کړى دى . دغه راډيو په ورځني ډول ١٨ ساعته خپرونې لري ، چې دغزني ولايت ترڅنګ دميدان وردګو او پکتيکا ولايتونو ځينې برخې هم تر خپرنيز پوښښ لاندې راولي . دغه راډيو له شخصي پانګې او سوداګريزو اعلانونو خپل لګښتونه پورې کوي او ١٩ کارکوونکي لري .
داړيکو شمېرې : ٠٧٨٦١١٤٤٣٣٣ – ٠٧٧٧٤٨١٧٤٨
برېښناليک : [email protected]
 
 ٦-سعادت راډيو
سعادت راډيو هم دغزني له فعالو رسنيو څخه ده ، چې ددغه ولايت ديو شمېر متدينو او فرهنګپالو خلکو له خوا په ١٣٨٩ لمريز کال کې تاسيس شوې او په خپرونو يې پيل کړى دى .دغه راډيو دسهار له پنځو دشپې تر لس نميو بجو خپرونې لري ، چې دپوښښ ساحه يې ٥٠ کيلومتره ده . سعادت راډيو ددغه ولايت دخلکو په لګښت چلېږي ، چې ٢٥ تنه په کې په کار بوخت دي .
داړيکو شمېره  : ٠٧٧٢٤٢٢٣٣٠
برېښناليک : [email protected]
 
 ٧-صداى غزنويان راډيو
صداى غزنويان راډيو په دغه ولايت کې له فعالو رسنيو څخه ده ، چې دانجنير عبدالقيوم عمري له خوا د انترنيوز موسسې په مرسته په ١٣٨٣ لمريز کال کې تاسيس او په خپرونو يې پيل کړى دى . دغه راډيو ٢٤ ساعته خپرونې لري او دخپرنيز پوښښ ساحه يې ١٠٠کيلومتره ده .غزنويان غږ راډيو هم خپل لګښت له شخصي پانګې او سوداګريزو اعلانونو څخه پوره کوي او ٢٠ کار کوونکي لري .
داړيکو شمېره : ٠٧٨٣١٤٢٩١٢
 برېښناليک : [email protected]
 
٨- اواغزنه مهالنۍ
داواى غزنه مهالنۍ ددغه ولايت له فعالو خپرونو څخه ده ، چې په ١٣٨٦ لمريز کال کې ددغه ولايت دمحصلينو له خوا په هرات کې خپره شوه . دغه خپرونه په کابل ، هرات ، بلخ او ننګرهار ولايتونو کې وېشل کېږي ، چې دټولنې دغړو دحق الزحمې او حق الشموليت څخه تمولېږي او ١٥ تنه په کې کار کوي .
 داړيکو شمېره : ٠٧٨٦٩١١٢٠٣
 برېښنا ليک : [email protected]
 
 ٩- پيام سنايي مياشتينۍ
دغه مياشتينۍ خپرونه هم دغزني له فعالو خپرونو څخه ده ، چې دغزني دفرهنګي او مدني بنسټ له خوا په ١٣٨٨ لمريز کال کې تاسيش شوې او په خپرونو يې پيل کړى دى .دغه مياشتنۍ په کابل او غزني ولايتونو کې وېشل کېږي .دځينو خير غوښتونکو اشخاصو له خوا تمويل او اوسمهال ٨ تنه په کې په کار بوخت دي .
داړيکو شمېره : ٠٧٩٩٣١٤١٥٠
 برېښناليک : [email protected]
 
 ١٠-سنايي اونيزه
سنايي اونيزه په غزني ولايت کې له فعالو خپرونو څخه ده ، چې دغزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا په ١٣٣١لمريز کال کې تاسيس او په خپرونو يې پيل کړى دى .دغه اونيزه په ١٥٠٠ټوک شمېر او د غزني ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست ترڅنګ دټولو ولايتونو داطلاعاتو او فرهنګ په رياستونو کې وېشل کېږي .سنايي اونيزه داطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا تمولېږي او اوسمهال ٥ تنه په کې کار کوي .
داړيکو شمېره : ٠٧٩٩٤٠٨٧٩٩
برېښناليک : [email protected]
 
 ١١- دغزنه ٢٠١٣مجله
دغه مجله په ٢٠١٣ زېږديز ( ١٣٩٠) لمريز کال کې دغزني داطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا تاسيس شوې ده ، چې د ولايت مقام له خوا تمويلېږي ، غزنه ٢٠١٣ مجله  په ١٢٠٠ ټوک شمېر په ټول هېواد کې وېشل کېږي او همدا اوس په کې ٥ تنه په کار بوخت دي .
داړيکو شمېرې : ٠٧٩٩٤٠٨٧٩٩ – ٠٧٨٦٠٥٧٠٢٧
برېښناليک : [email protected]
 
١٢-کنډو مياشتينۍ
کنډو مياشتينۍ ددغه ولايت له فعالو خپرونو څخه ده ، چې دمحمد عارف روان رسولي له خوا په ١٣٨٩ لمريز کال کې تاسيس او په خپرونو يې پيل کړى دى .دغه مياشتنيۍ هره مياشت ٥٠٠ نسخې چاپ او په ټول غزني کې وېشل کېږي .کنډو مجله په شخصي لګښت چاپيږي او ٥ تنه په کې کار کوي .
داړيکو شمېره : ٠٧٩٩٢٥٣٤١٧
برېښناليک : [email protected]
 
١٣-روغتون مجله
روغتون مجله په غزني ولايت کې ديوه شخصي روغتون له خوا په دوو مياشتو کې يو ځل خپرېږي ، ياده مجله تر ډېره روغتيايي موضوعات خپروي ، خو تر څنګ يې ټولنيزې او فرهنګي ليکنې هم لري . مسوول مدير يې ډاکتر رحيم هلال دى او ټوکشمېر يې ٥٠٠ ګڼې دى ، چې له غزني سربېره په نورو ولايتونو کې هم وېشل کېږي  .
داړيکو شمېره :  0775480708
برېښناليک :  [email protected]
 
 ١٤-مرڅله مجله
مرڅلې مجلې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په خپرونو پيل کړى ، چې علمي ، ټولنيزې او کولتوري ليکنې په کې خپرېږي .د امتياز خاوند او مسوول مدير يې اشرف غيرت او ټوکشمېر يې  ١٠٠٠ګڼې دى ، چې له هرو دوو مياشتو وروسته چاپ او په ټول هېواد کې وېشل کېږي .
داړيکو شمېره : 0777710377
برېښناليک :  [email protected]