غزني ښار (پژواک ۲۱ غويي ٩٢): د غزني اوسېدونکي له حکومت او نړېوالې ټولنې د امنيت د ټينګښت، د بېکارۍ د له منځه وړو، د پوهنې بهير چټکتيا، د ښځو حقونو پر ځاى کول او په بهر کې لوړو زده کړو ته د زمينې مساعدولو غوښتنې کوي.
د غزني د ولايتي شورا غړې حميده ګلستاني پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د خلکو مهمې غوښتنې، چې په لومړيتوب کې راځي، په سيمه کې د امنيت ټينګښت او د بېکارۍ له منځه وړل دي.