موسى خان اکبرزاد د حاجي اکبر زوى په ١٣٣٧ لمريز کال کې د پکتيا په سيد کرم ولسوالۍ کې زېږدلى دى، لومړنۍ زده کړې يې د همدې ولسوالۍ د غړک او مچلغو په ابتدايه ښوونځي کې ترسره کړې دي.
نوموړى په ١٩٧٩ زېږديز کال کې له حربي ښوونځي فارغ شو او په ١٩٨٠ د هندوستان په جواهر لال نهرو پوهنتون کې يې د لېسانس تر کچې زده کړې وکړې او ورپسې يې د هندوستان په انډين ملټري اکاډمۍ (IMA) کې يو کال پوځي زده کړې تر سره کړې.
اکبر زاده تر ١٩٨٤ کال پورې د حضرت علي په حربي پوهنتون کې د نظامي علومو استاد و، تر ١٩٩٢ پورې د اتحاد اسلامي ګوند د پوځي برخې د بهرنيو اړيکو مسوول، په ١٩٩٥ کال کې په پېښور کې جنرال قونسل، په ١٩٩٦ کې د سعودي عربستان په رياض کې د سفارت سرپرست، له ٢٠٠١ نه تر ٢٠٠٥ پورې د اکبرزاده کرنيزې، پرمختيايي او بيارغونې موسسې رييس پاتې شوى او دغه راز له ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠٠٩ پورې د اکبرزاده سوداګريز او ساختماني شرکت رييس و.
نوموړى د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنګ په دري، انګليسي، عربي او اردو ژبو هم پوهېږي او پخوا د اتحاد اسلامي ګوند غړى و او اوس هم د همدغه ګوند، چې نوم يې بدل شوى (دعوت اسلامي) غړى دى.