Education Special Reports

غزنی ( پژواک ، غبرګولى٩٢): په غزني کې د زده کړو په برخه کې يو لړ پرمختګونه شوي، خو لا هم هلته ځينې ښوونځي تړلي او يو شمېر ښوونځيو د ودانيو د نه شتون، مسلکي ښوونکو د کمښت او له نورو ستونزو سره مخ دي.
د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شپږ کاله مخکې په دې ولايت کې ٤٢٢ ښوونځي وو، خو اوس هلته د فعالو ښوونځيو شمېر ٥٧٥ ته رسيږي.
د هغه په وينا، له دې ښوونځيو څخه ٢٤٤ لېسې ، ١٤٧ منځني ښوونځي او ١٨٤ لومړني ښوونځي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دولتي ښوونځيو تر څنګ په غزني کې شپږ خصوصي ښوونځي هم شته، چې ٢٧٤٦ زده کوونکي په کې زده کړه کوي.