غزني د افغانستان يو له مهمو او مرکزي ولايتونو شمېرل کېږي. دغه ولايت د هېواد په دويمه درجه ولايتونو کې راځي او د خورا ډېرو لرغونو ابدو لرونکى او غني تاريخي مخينه لري. غزني ولايت د جغرافيايي موقعيت له پلوه د شمال عرض البلد په ۳۳درجو او ۳۳ دقيقو، همدارنګه د ختيځ طول البلد په ۶۸ درجو او ۲۵ دقيقو كې پروت دى.
غزني ښار له کابل نه په ١٤٥ کيلومترۍ کې د کابل-کندهار د لويې لارې پر سر پروت دى. د دغه ولايت شمال ته د ميدان وردګو او باميان ولايتونه، ختيځ ته يې د پكتيا، پكتيكا او لوګر ولايتونه، سوېل ته يې د زابل او لوېديځ ته يې د اروزګان او زابل ولايتونه پراته دي.
د دغه ولايت پراخوالى ۳۲۷۹۷ كيلومتره مربع ښودل شوى، د وګړو شمېر يې د ۱۹۷۸م كال د سرشمېرنې له مخې ۷۰۱۰۰۰ تنه، د ۱۹۹۹م كال د سر شمېرنې له مخې ۷۷۰۶۸۴ تنه او د ۱۳۷۹لمريز كال د احصايې له مخې ۹۶۵۵۷۲ تنه اټكل شوى دى.
غزني ولايت د اقليم له مخې په اوړي کې تود او په ژمي کې يې هوا ډېره سړېږي، په دغه موسم کې يې د حرارت درجه ان تر منفي ۲۰ -۳۰ پورې رسېږي، د ناور سيمه چې د ټول كال په اوږدو كې يې تودوخه د سانتي ګراد له +۲۰ درجو څخه نه لوړېږي، له خورا يخو سيمو څخه يې ګڼل كېږي.
د كال په اوږدو كې يې ۱۸۸ورځې نسبتاً ګرمې او د اكتوبر د مياشتې له ۱۲مې نېټې څخه د اپرېل تر لسمې پورې يې هوا سړه او باراني وي. غزني کې د كلني اورښت منځنۍ اندازه ۲۲۹۶ملي متره اټكل شوې او ځمكه يې د سمندر له سطحې څخه ۱۸۰۰متره لوړوالى لري.
ولسوالۍ:
غزني د اداري وېش له مخې د ١٨ ولسواليو درلودونکى ولايت دى چې عبارت دي له:
دغزني مرکز ، اندړ، مقر، قره باغ، ګيلان، واغظ، ګيرو، ده يک، ناور، جاغوري، مالستان، رشيدان، اب بند، خوګياڼي، ناوه، جغتو، زنخان، اجرستان او خواجه عمري.
د دغه ولايت اوسېدونکي له درېيو لويو قومونو پښتون، هزاره او تاجک څخه جوړ دي او له دې سره په څنګ کې نور واړه قومونه لکه بيات، سادات او سکان هم په دغه ولايت کې ژوند کوي او ډېرى ولسوالۍ يې پښتون مېشتې دي.
د اوبو بندونه:
په غزني ولايت کې پنځه د ابو بندونه شته، چې عبارت دې له:
 اب استاده، سلطان بند، سرده بند، زنخان بند، زرسنګ بند
دغه بندونه د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې دي، که څه هم چې په وروستيو کلونو کې يې د وچکاليو له امله اوبه کمه شوې خو بيا هم کروندګر يې له ابو په پراخه کچه استفاده کوي او ډېرى ځمکې ترې خړوبيږي.
کولتور:
په غزني ولايت کې کلتوري هلې ځلې له لويه سره په ۱۳۳۱ کال کې د سنايي اونيزې په خپرېدو سره چټکې او په رسمي ډول پيل شوې. که د غزني تېر تاريخ ته پام وکړو، دغه ولايت په تېر کې هم له تاريخي او علمي پلوه د عرفان او ادب د يو علمي مرکز په توګه پېژندل شوی و؛ د سلطان محمود غزنوي په دوره کې په سلګونو شاعران، عارفانو، ليکوالان لکه، سنايې غزنوی، سيدحسن غزنوی، مسعود سعدسليمان، فروخي سيستاني، فردوسي طوسي، عنصري بلخي، عسجدي مروزى، منشورى سمرقندي، کسايي مروزى، غضايري رازي، ابوريحان البيروني... له بېلابېلو ښارونو دغه ولايت ته راټول شوي وو.
همداراز په غزني ولايت کې زيات شمېر کلتوري ټولنې شته، لکه د سنايي ټولنه چې په ۱۳۵۰ لمريز کال کې د نيازمحمد خوشه په مرسته، چې ګڼ فرهنګيان يې وهڅول، رامنځته شوه، لونګ ټولنه، د فرهنګيانو ټولنه، کاتب ټولنه، البيرونې ټولنه، پسرلی ټولنه، قره باغ ټولنه، ارشاد ټولنه، زمزه کلتوري ټولنه، غزنه باستان اجتماعې ټولنه، تحکيم وحدت ټولنه، جمال چې يوه سياسې ټولنه وه، د ملي يووالي ټولنه، کليوال ادبي ملګري ټولنه او داسې نورې ټولنې چې په ياد ولايت کې جوړې شوې دي.
دا  هره ټولنه خپلې دوره يې غونډې لري او يا له دې لارې د نوي شاعرانو او ليکوالانو د کتابونو چاپېدو ته زمينه هم برابروي، خو په دې ورستيو کې په غزني کې د اطلاعاتو  او کلتور رياست له لوري څو پر له پسې فرهنګي ناستې او همداراز مشاعرې جوړې شوې او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
په غزنې کې د نوې دولت په راتګ سره د پوهنې رياست عامه کتابتون او د اطلاعاتو او کلتور رياست پر البيروني کتابتون سربېره نږدې ۲۵ کتاب پلورنځي شته او د دې ترڅنګ په يو شمېر شخصې پوهنتونونو او ښوونځيو کې هم ورته لوی لوی کتابتونونه شته چې هر وخت ورنه زده کوونکي او نور د مطالعې مينه وال ترينه ګټه اخلې.
دغه راز په ياد ولايت کې په بېلابېلو برخو کې زيات شمېر کورسونه او عملي موسسې په ځانګړې توګه د خطاطې کورسونه هم شته چې په سلګونه ځوانان اوس مهال په کې زده کړې کوي.
که څه هم په غزني کې له نوي عصر او ټکنالوجۍ په راتګ سره له سيمه ييزې موسيقۍ نه مخ اوښتی خو په دې وروستيو کې بېرته هغه پخوانۍ او سيمه ييزې موسيقۍ ته هم پام اړول شوی، اتڼ چې يو ملي دود دى خو په دې سربېره د غزني په پښتون مېشتې ولسواليو کې ډېر مروج او يا هم دود دی او اوس هم د دغو ولسواليو خلک يې د خوښيو په مراسمو کې ترسره کوي.
تاريخي ابدې:
غزني ولايت ۱۵۰۰ کلن او له اسلام نه مخکې تاريخ لري، په غزنې کې زيات شمېر تاريخي سيمې او تاريخي ابدې شته، خو ورته د نه پاملرنې له امله دغه ډېرې ابدې او تاريخې سيمې مخ په خرابېدو او يا هم بيخي له منځه تللې دي.
د بېلګې په ډول د دغه ولايت مهمه سيمه زوړ ښار (بالاحصار)، چې پخوا په کې د سلطان محمود غزنوي د سلطنت مقر و، يوه له تاريخي سيمې بلل کېږي. دغه کلا نږدې ۴۰ برجونه لري او ويل کېږي، چې سلګونه کاله وړاندې دلته يو سر پټی د سرو زرو بازار هم و، چې د جنګونو له امله وران او له منځه ولاړ او تاريخې اثار او سره زر يې تر خاورو لاندې شول. د غزني په زاړه ښار کې اوس مهال يو شمېر خلک ژوند کوي.
د غزني د زاړه ښار يو شمېر برجونه ويجاړ شوي او يا هم د له منځه تلو په حال کې دي.
په غزني ولايت کې ټول نږدې ۳۰۰ تاريخي سيمې، ابدې او مقبرې شته، چې تر اوسه په تېرو لسو کلونو کې يوازې ۳۰ يې رغول شوې دي.
له دغو ابدو او مقبرو څخه د بېلګې په ډول د څو يې نومونه په لاندې ډول يادوو:
د سنايي مزار، شمس بابا، حسن غزنوي، شامير پالېزوان، سلطان محمود، خواجه بلغار، خواجه علي، سلطان شهاب الدين غوري، ملا نوح بابا زيارت، د سلطان محمود د دورې دوه منارونه او دې ته ورته په سلګونو تاريخي ابدات، سيمې او مقبرې په دغه ولايت کې شته.
د باباجي، ارباب صاحب، حضرت شمس، ابوريحان البيرونې، شريف خان، سخي صاحب، شيخ اجل، خواجه بقال، سلطان ابراهيم، بهلول، سيدحسن غزنوي، سلطان محمود غزنوي، خواجه بلغار، خواجه ملکيار، شيخ عطار، شاه کابلي، علي لالا، سکندر ولي، شيخ عبدالسلام، پير شاطرها، سلطان مسعود، سلطان سبکتګين،  خواجه روشنايي،  سيداحمد مکه يي، شيخ وردکي، خواجه علي، خواجه لايخوار، برګټ عبدالاحمدخان، شا اغا، سيدجلال اغا، ابوبکر احمد بن حسين، علي بابا او د  مير سيدعلې اکبر قبرونه او زيارتونه شته او ياد کسان په خپل وخت کې د غزني اديبان، وليان او روحانيون تېر شوي دي.
موزيم:
د غزني موزيم يو مهال د هېواد له غني موزيمونو شمېرل کېده، خو په تېرو څو لسيزو جګړو کې لکه د هېواد د نورو موزيمونو په شان دغه موزيم هم زيان وليد او ډېرى تاريخي ارزښتمن اثار يې چور او تالان شول. خو په دې وروستيو کې ځيني هغه اثار چې په ياد مهال د ساتلو په موخه کابل ته لېږدول شوي و او يا له نورو خواوو موندل شوي، بېرته غزني لېږدول شوي دي. خو ډېر هغه اثار يې چې بهرنيو ملکونو ته قاچاق شوي او پلورل شوي لا هم ورک دي. 
غزني د تاريخي اثارو له پلوه خورا غني ولايت دى، چې بايد په دې وروستيو کې ډېر کار ورته شوى واى.، خو له بده مرغه مرکزي ادارې او په خپله د غزني چارواکو په دې برخه کې هېڅ کار نه دى کړى.
غزني مخکې يوازې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت پورې اړوند يو موزيم  درلود، چې هلته په کې له اسلام نه وړاندې تاريخې اثار اېښودل شوي وو. دغه موزيم اوس هم شته، خو اثار يې تر اوسه نندارې ته نه دي وړاندې شوي او له تېرو څو کلونو راهيسې يې دروازې تړلې دي.
دغه راز په وروستيو کې په غزني کې دوه نور نوي موزيمونه هم جوړ شول چې يو يې د ولايت په مقام کې په خپله د ولايت له خوا جوړ شوى او بل د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې دى.
کوم موزيم چې په ولايت کې جوړ شوی، په سلګونه تاريخې اثار په کې نندارې ته وړاندې شوي او هغه موزيم چې د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې دی، هلته هم نږدې ۱۳۰ قلمه تاريخې اثار نندارې  ته وړاندې شوي دي.
په دغه موزيم کې ډېر هغه اثار دي، چې له دې وړاندې په کابل کې وو او زيات شمېر يې هغه اثار دي چې په خپله په غزني کې بې برخليکه پراته و.
هغه اثار چې له کابله راوړل شوي هم په  غزني ولايت پورې اړونديږي.
د غزني په عمومې موزيم کې، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې يې دروازې تړلې، هغه تاريخې اثار اېښي دي چې مخينه يې له اسلام څخه په مخکې زمانه پورې اړه لري. دغه تاريخې اثار ټول له اسلام نه مخکې راټول شوي، چې اوس هم د غزني په عمومې موزيم کې اېښي دي.
غزني ولايت زياتې داسې لرغونې سيمې لري، چې هلته په کې تاريخې اثار پيدا کېږي. دغه سيمې د غزني ښار په ګډون په يو شمېر ولسواليو لکه ناور، اندړ، جاغوريو کې دي. نورې هغه سيمې چې تاريخي اثار لري او يا د لرغونتوب له پلوه ارزښتمنې دي، د سروې چارې يې روانې دي او وروسته به روښانه شي، چې کومې سيمې څه ډول اثار او لرغونتيا لري.
مشاهير
د غزني تاريخي او باستاني ولايت له ډېره پخوا تر اوسه مهم اجتماعي او هر اړخيز عملي او سياسي شخصيتونه په ځان کې روزلي او د علم، هنر او ادب له پلوه د هېواد يو له مهمو ولايتونو شمېرل کېده.
که څه هم د دغه ولايت د ټولو مشاهيرو ذکر دلته ستونزمن کار دى، خو بيا هم  مشت نمونۀ خروار، د يو څو مشهورو لکه برګډ عبدالاحمد، ملا مشک عالم، صاحب خان غازې، جنرال ميراحمد مولايي، اميرمحمد اثير، ډاکتر محبي، عبدالاحد مومند، مجيدي خان، محمدهاشم ميوندوال، نورمحمد تره کی، نصرالله خان ملکيار، حميرا ملکيار، قاري بابا، مولوي اميرمحمد چې مشهور د سليمانزو په حاجي صاحب دى، عبدالعزيز اخندزاده، چې مشهور د بالای په اخندزاده دى، مولوي عبدالرزاق چې مشهور د پايلوچ په ملاصاحب دى، عبدالواحد سرابي، حبيبه سرابي، ډاکټر سيماسمر، شيخ وحيدي، شريفي جاغوري نومونه يادولاى شو.
رسنۍ:
په غزني کې رسنيزو فعاليتونو هم د پخوا په پرتله وده کړې ده، په دغه ولايت کې اوسمهال دولتي او نادولتي د تصويري، چاپي او غږيزو رسنيو شمېر تر ۴۳ پورې رسېږي.
په غزني کې د لومړي ځل لپاره د عليحضرت محمد ظاهر شاه په دوره (په ۱۳۳۱لمريز کال) کې د سنايي اونېزه له چاپه راووته، چې تر اوسه پورې خپرونې کوي. په ۱۳۶۶ کال کې د افغانستان ملي راډيوتلويزيون شبکه فعاله شوه چې خپرونې يې له کابله په مستقيم ډول برکاسټ کولې، خو د نوي دولت (د حامد کرزي دوره) په راتګ سره په غزني ولايت کې د دولتي راډيو تلوېزيون او سنايي اونېزې سره په څنګ کې نورو ازادو رسنيو ته هم د فعاليت زمينه برابره شوه او ګڼ شمېر بېلابېلې رسنۍ رامنځته شوې، چې په لاندې ډول دي:
چاپي رسنۍ: سنايي، زمزمه، عروس البلاد، پخلا، مرڅله، پيوند، لونګ، کنډو، ژمنه، پسرلی او داسې نورې. په دې وروستيو کې يو بله دولتي د غزنه ۲۰۱۳ په نوم مجله هم له چاپه راووته.
د کرزي د حکومت په لومړيو کې يوازې څو دولتي رسنيو په دغه ولايت کې فعاليت کاوه، خو له نېکه مرغه اوس په دې برخه کې پرمختګ شوى دى.
تلويزيونونه: له غزني خپرېدونکي ملي او غزنويان تلوېزيونونه، د دې ترڅنګ شمشاد، طلوع، اريانا له کابله په دغه ولايت کې خپرونې لري.
راډيوګانې: دهکده، غزنويان، اميد جوان، وطندار، سعادت، معرفت، همدرد، د دې ترڅنګ په يو شمېر ولسواليو کې هم اېف اېم راډيوګانې لکه جاغوري، مالستان، اندړو، ګيلان، ګيرو او قره باغ کې شته او خپرونې لري، همدارنګه ارمان اېف اېم، اريانا، ازادي، بې بې سي، بيان، اشنا هم په دغه ولايت کې خپرونې لري او اورېدل کېږي.
پوهنه:
غزني که څه هم مخکې د هېواد د نورو ځينو ولايتونو په کچه د پوهنې په برخه مخکښ و، خو ورستيو څو لسيزو جګړو د دغه ولايت ښوونې او روزنې ته هم زيان اړولى او په ډېرى ولسواليو کې يې تر ډېره ښوونځي وتړل شول او څو دورې هلکان او خلک يې له تعليمه پاتې شول.
په ټول غزني ولايت کي د انسټيټيوټ او دارالمعلمين په ګډون ټولټال ۶۳۵ بېلابېل ښوونځي شته، چې ۴۷۴۷ ښوونکي لري، په کې تر۲۴۵۹۸۶ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې ٤٥ سلنه يې نجونې جوړوي.
د غزني پوهنتون په ۱۳۸۷ لمريزکال کې جوړ او اوس مهال څلور، د ښوونې او روزنې، شرعياتو، اقتصاد او کرنې پوهنځې لري، چې په کې ۱۵۰۰ محصلين زده کړې کوي، له دې ډلې ۲۰۰ يې نجونې دي.
صنعت:
په غزني کې د کلالۍ او پوستين دوزۍ ترڅنګ، مسګري، زرګري، پشمينه بافي، خامکدوزي، ښځينه ګنډونه او جامې هم د هغو صنايعو په ډله کې راځي، چې د دغه ولايت يوه برخه خلک يې پر جوړولو مصروف دي.
د پشمينه بافۍ صنعت د جغتو، ناهور، جاغوري او مالستان او د قره باغ د يو شمېر سيمو د خلکو فرهنګ بلل کېږي، د دغو سيمو ټولې ښځينه له وړيو د جوړېدونکو توکو اوبدل زده دي او ډېرې کورنۍ له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کوي، بلخوا بيا د دغه ولايت په پښتون مېشتو سيمو کې ګنډونه، ښځينه جامې (افغاني کالي)، د خونو د ډيکورېشن لپاره سرمېزۍ او پردې او نور بېلابېل توکي چې له مريو او زرتارو اوبدل کېږي، جوړيږي.
ټغر، جوال، جورابې، دستکش، جاکټ او پشمې کمپلې چې د شالکي په نوم هم ياديږي، ډېرى د ښځو له خوا په دغو ولسواليو کې اوبدل کېږي او سربېره په دې چې په کورنو کې ترې استفاده کوي، بلکې بهر ته هم صادريږي.
د خامکدوزۍ صنعت هم په پورته يادو ولسواليو کې دود دى، په کليو کې ښځې دستمال، څادر، کالي، شال، خولۍ او يخنونه جوړوي. که څه هم تر اوسه ورته په بهر کې مناسب بازار نه دى موندل شوى، خو د سيمې په بازارونو کې د ډېر ارزښت لرونکي دي.
کلالۍ هم د غزني يو له مهمو صنعتونو څخه دى او له ډېر پخوا، د سلطان محمود غزنوي له وختونو، چې دغه ښار د علم او فرهنګ زانګو وه، دود دى.
پوستين ګنډنه هم د دغه ولايت يو صنعت شمېرل کېږي، پوستين د ځانګړو مسلکي کسانو له خوا د څارويو او نورو حيواناتو له څرمنو، چې ثابتې وړۍ ولري، جوړيږي، دغه جامه په دې چې ګرمه ده، په ژمي کې خلک ترې کار اخلي.
د غزني خلک له دې چې دغه ولايت د ژمي په موسم کې ډېر سوړ وي، نو بايد تودې او ګرمې جامې واغوندي، له همدې امله د غزني ډېرى اوسېدونکي، په ځانګړې توګه سپين ږيري يې له وړينو جامو استفاده کوي.
دغه راز د غزني زرګرانو له پخوا ډېر نوم درلود، بېلابېل زينتي توکي يې سازول او جوړل، خو اوس دغه صنعت هم مخ په ځوړ دى.
د دغه ولايت مسګري هم ډېر نوم لري، مسګران او پښان معمولاً د بزګرۍ، ترکاڼۍ او نور وسايل او لوښي لکه بېل، کلنګ، تېشه، رنده، مارتول، جبل، ديګونه او داسې نور څېزونه جوړوي او خپل پخوانى حالت يې اوس هم ساتلى دى.
خو له دېرشو کلونو را په دېخوا ورو ورو په غزني کې د صنعت بڼه کمرنګه شوې او خپل ارزښت يې له لاسه ورکړى دى. خو ويلای شو چې په دې وروستيو دوو کلونو کې لاسې صنايعو ته څه ناڅه پام شوی چې اوس په غزني ښار کې مېرمنې په خپلو لاسونو ډول ډول څېزونه جوړوي او بيا وروسته يې بازارته وړاندې کوې.
کرنه:
د غزني شاوخوا ٧٠ سلنه اوسېدونکي په کرنه بوخت دي، دغه ولايت پراخې کرنيزې اوبي او للمي ځمکې لري، که څه هم د دغه ولايت يو څه اندازه کرنيزې ځمکې له بندونو او چينو خړوبيږي، خو کاريزونه په کې ډېر دي او کاريزونه د دغه ولايت د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو مهمه سرچينه بلل کېږي.
هغه سيمې چې د بندو له اوبو بې برخې دي او يا هم طبيعي چينې ونه لري د ځمکو د خړوبولو لپاره د کاريزونو له اوبو ګټه اخلي. خو له بده مرغه په دې وروستيو کلونو کې د پر له پسې وچکاليو له امله د غزني د ډېرو کاريزونو اوبه وچې شوې او خلکو د دې تشې ډکولو لپاره د ژورو څاګانو ايستلو ته مخه کړې ده.
دغه ولايت د کرنې لپاره مساعدې او حاصل خيزې ځمکې لري، چې بېلابېل ډول مېوې لکه انګور، زردالو، الو، مڼې، بادام، توت، شفتالو، هيندواڼې، خټکي، ګيلاس، انځر او داسې نورې په کې ښه وده او ډېر حاصل ورکوي، د دغه ولايت ډېره او مهمه مېوه انګور دي.
دغه ځمکې د غلو دانو او سبزيجاتو د حاصلاتو له پلوه هم بې ساري دي، غنم، وربشې، لوبيا، نخود، عدس، شرشم او د سبزيو په برخه کې لکه کچالو، پياز، ملۍ، ګازرې، ګندنى، نعنا، کشنيز، کدو، بادرنګ، تره، کرم، شلغم، رومي او تور بادنجان او داسې نور د دغه ولايت کرنيز حاصلات جوړوي. 
لوبې:
لکه د نورو ولايتونو په څېر په غزني کې هم ورزش او نورې بېلابېلې لوبې له ډېر پخواراهيسې دود دي، که څه هم چې يو شمېر دغه لوبې او ورزشونه تر يوه بريده هېرې شوې خو بيا هم په ځينو لرې کليوالي سيمو دود دي او د لويانو ترڅنګ ماشومان خپلې دوديزې لوبې ترسره کوي.
په غزني کې اوس مهال زياتې لوبې ترسره کېږې، لکه، نيزه بازي، (سانګې وهل) کوله شتره، خوسی، چندر لال، توپ ډنډه، غېږنيول، پټ پټونی، تېږه اچول، چشم پوټان (سترګې پټول) ټوپ وهل، واليبال، فوټبال، چکه کول، نښه او غشي ويشتل او داسې نورې ورته لوبې.
دا هغه لوبې دي چې پخوا به په غزني کې په خاص ډول په ولسواليو او کليو کې زياتې ترسره کېدې خو له وروستيو بدلونونو سره يادې دوديزې لوبې تر ډېره هېرې شوې او اوس هومره نه ترسره کېږي لکه پخوا به چې ترسره کېدې.
سربېره پر دې اوس هم په غزني کې نږدې ۳۱ فيدراسيونونه فعال دي چې په کې په زرګونه ښځينه او نارينه لوبغاړي په ورزش او لوبو بوخت دي.