۱۷- محمد امين احمدي:
انتخابي سناتور
محمد امين احمدي د سيداحمد زوى دى، چې په ١٣٣٨ لمريز کال کې د غزني ولايت د ناور ولسوالۍ د ګرماب جرغی په کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى دا مهال د غزني په ښار کې اوسيږي او مشرانو جرګې ته له غزني ولايت څخه راغلى دى. نوموړي ديني زده کړې کړې دي او پخوا د وحدت اسلامي ګوند غړى و، د علميه ولي مدرسې مدرس او د جهاد په وخت کې د سيمه ييزې قضا کمېسيون غړى پاتې شوى دى.
د اړيکې شمېره::٠٧٩٣٢٦٥١٦٢   
 
۱۸- بخت بي بي رحيمي:
انتخابي سناتوره
بخت بي بي رحيمي د حاجي رحيم داد لور ده، چې په ١٣٤٣ لمريز کال کې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د نوغي په کلي کې زېږېدلې ده. نوموړې دا مهال په کابل کې اوسيږي او مشرانو جرګې ته له غزني ولايت څخه راغلې ده. رحيمي د کابل له طب متوسط څخه فارغه شوې ده او پخوا يې د غزني په ملکي روغتون کې دنده ترسره کړې او دغه راز د غزني د ولايتي شوار غړې هم پاتې شوې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠١٦٤٤٠٧