غزني (پژواک، ١٧ لړم ٩١): د غزني چارواکي وايي، د قرباغ ولسوال د وسلوالو طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې ټپي شوى دى. د غزني د والي وياند نبي جان د لړم په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قرباغ ولسوال انجنير زيت الله عظيمي، نن مازيګر مهال د دې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د وسلوالو طالبانو په يوه کمين کې سخت ژوبل شوى دى. نوموړي د زياتو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه، چې ولسوال اوسمهال تر درملنې لاندې دى. د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد وايي، ولسوال زيت الله له قره باغ څخه د غزني ښار ته روان و، چې د موشکي په سيمه کې تر بريد لاندې راغى. دى زياتوي، چې ولسوال ټپي دى او د قره باغ په روغتون کې تر درملنې لاندى دى. خو عيني شاهدان وايي چې د قرباغ ولسوال وژل شوى دى. د قره باغ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې د قره باغ پر ولسوال چاودنه شوې او هغه په کې وژل شوى دى. وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
Add new comment