Add new comment

governor

غزني ښار (پژواک ۲٨ وږى ۹۱): د غزني والي او د ولايتي شورا مرستيال وايي، چې په غزني د افغان وسلوالو طالبانو ترڅنګ بهرني وسلوال هم ډېر شوي دي. د غزني والي موسى خان اکبرزاده د وږي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې ډېر شمېر وسلوال طالبان بهرني دي او کومې نا امنۍ چې په وروستيو کې جوړې شوې، هم د دوى له امله دي. نوموړي زياته کړه: ((په ټول افغانستان کې په سلو کې اته سلنه، خو په غزني کې په سلو کې لس سلنه وسلوال، بهرني دي.)) د هغه په وينا، د بهرنيو وسلوالو طالبانو اصلي موخه د غزني ولايت دى؛ ځکه غزني د ۲۰۱۳ کال لپاره يو مهم ولايت دى او دوى نه غواړي، چې غزني دې پراختيا وکړي او يا دې هم د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شي. والي وايي، کله چې په غزني کې بهرني وسلوال طالبان ډېر شول، يواځينى لامل يې دا و، چې د دوى پر وړاندې ولسي پاڅون وشو. دى وايي: ((زه له افغان وسلوالو څخه هيله کوم، چې غزني ته دې بهرني وسلوال نه راولي.)) که څه هم د غزني والي له وسلوالو څخه وغوښتل، چې بهرني وسلوال طالبان دې نه راولي، خو بل خوا بيا وايي: ((کله چې بهرني وسلوال ډېر شي، نو خلک ترې تنګيږي او مجبوره دي، چې پر وړاندې يې ولسي پاڅون پيل کړي.)) د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني په ټولو سيمو کې بهرني وسلوال طالبان اوسېږي، چې ډېرى يې پاکستانيان دي. نوموړي زياته کړه: ((پاکستان او ايران نه غواړي، چې غزني دې د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شي او دوى تل د غزني په چارو کې لاسوهنه کوي.)) د هغه په وينا، پاکستان او ايران، چې دواړه اسلامي هېوادونه دي، نه غواړي چې غزني ولايت په نړۍ کې د ۲۰۱۳ کال په وياړ وځلېږي او دوى تل په غزني کې ستونزې جوړوي. جامع له مرکزي دولته وغوښتل، چې غزني ته دې پوره پاملرنه وکړي، څو پرې نه ږدي چې په دغه ولايت کې دغه دوه هېوادونه لاسوهنه وکړي. د غزني د يو شمېر سيمو اوسېدونکي هم په خپلو سيمو کې د بهرنيو وسلوالو طالبانو شتون او ډېروالى مني. د غزني د اندړو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خيرالله پژواک اژانس ته وويل، چې ډېر شمېر وسلوال طالبان پاکستاني، عرب، چيچيني او د نورو هېوادونو اوسېدونکي دي. نوموړي زياته کړه: ((بهرني وسلوال بيخي زيات شوي، داسې خبرې کوي، چې هېڅ يې سړى په خبرو نه پوهېږي.)) د ده په وينا، دغه کسان ډېر ظلمونه کوي او بې ګناه خلک وژني او يا يې هم ځوروي او د خلکو کورونو ته د ډوډۍ خوړولو لپاره په زور ورځي او که څوک ورته ډوډۍ ورنه کړي، نو وهي يې. خو د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د دولتي چارواکو دغه ادعا نه مني او وايي، چې د دوى په منځ کې هېڅ داسې بهرني وسلوال کسان نشته او نه هم دوى غواړي، چې د هغو پر مټ له افغان دولت او بهرنيو ځواکونوسره وجنګېږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.