Add new comment

Gunmen kill 3 construction workers in Ghazni

غزني (پژواک ۲۶ وری ۹۲): د غزني چارواکي وايي، چې د اندړو ولسوالۍ اړوند د ناني په سيمه کې وسله ولو د يو ودانيز شرکت دوه انجنيران او يو کارګر وژلي او يو بل تن يې ټپي کړى دى. د غزني د والي وياند فضل الرحمن سباوون د وري په ٢٦مه پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې دغه کسان له قره باغ ولسوالۍ څخه غزني ښار ته پر لاره وو، چې وسله والو د اندړو ولسوالۍ په ناني سيمه کې له موټره ښکته کړي او بيا يې وژلي دي. نانى د کابل-کندهار د لويې لارې پر سره د اندړو ولسوالۍ اړوند سيمه ده. د سباوون په وينا، دغه کسان د ننګرهار او لغمان ولايت اوسېدونکي دي او د افيک په نوم له يو ودانيز شرکت سره يې کار کاوه. د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت وايي، پرون مازيګر ناوخته روغتون ته د دوو انجنيرانو او يوه کارګر مړي او يو ټپي ور وړل شوي دي. همت زياتوي، نن سهار يې د وژل شوو مړي د هغوى خپلوانو ته وسپارل او ټپې کارګر يې د ښې درملنې لپاره کابل ته واستاوه. چارواکي د دغو کسانو د کار د ځاى په اړه څه نه دي ويلي، خو د قره باغ يو اوسېدونکى شاکر وايي، چې انجنيرانو او کارګرو د قره باغ ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ په نوې جوړېدونکې ودانۍ کې کار کاوه. وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دې ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.