د غزني مراسم د امنيت په فضا کې ترسره شول

کابل ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : غزني د اسلامي فرهنګ د نومولو مراسم ، چې پکې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو چارواکو ګډون کړى و ، د امنيت په فضا کې ترسره شول . غزني نن د وري په ٢٤مه، په رسمي توګه د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې په توګه ونومول شو . په دې اړه د غزني د ولايت مقام د غونډو په تالار کې يو لړ مراسم نيول شوي وو، چې پکې د کابينې له لسو زيات وزيرانو، ګڼ شمېر مرستيالانو، د ولسمشر ارشد سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني، د ايران داطلاعاتو او فرهنګ وزير، د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او يو شمېر سفيرانو برخه درلوده. د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د غزني مراسم تر کلکو امنيتي تدابيرو لاندې د امنيت په فضا کې ترسره شول. ددغه وزارت له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له امنيتي ګواښونو سره سره ملي ځواکونو وکولى شول، چې د غزني ښار امنيت په ښه توګه وساتي. د غزني مراسم د ولسمشر د سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني له خوا د حامد کرزي د پيغام په لوستو سره پيل شول. ولسمشر په خپل پيغام کې غزني د اسلامي تمدن د پلازمېنې په نومول کېدو، د غزني خلکو او ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړه او دا يې د وياړ ځاى وباله. هغه زياته کړې ، چې غزني يوه تاريخي سيمه ده ، دلته تاريخي خلک اوسېدلي او افغانان د غزني په تاريخي اثارو او تاريخي خلکو وياړي او ورته د ډېر اهميت وړ دي. ورپسې د غزني والي موسى خان اکبر زاده وينا وکړه او ويې ويل، چې ددې مراسمو پيلېدو سره هغه خوب پوره شو، چې له تېرو څو کلونو راهيسې دوى ليده. نوموړي په دې ولايت کې دشويو کارونو په اړه رڼا واچوله او له مرکزي حکومت څخه يې وغوښتل ، چې دغه ولايت دې لومړۍ درجې ته لوړ کړي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکټر مخدوم رهين غونډې ته وويل ، چې غزني د اسلامي فرهنګ د پلازمېنې په نومولو سره د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پراختيا لامل ګرځي. هغه زياته کړه ، چې له دې کار سره نړيوالو ته د اسلام يو ښکاره سوله ييز پيغام وړاندې کېږي. د ايران د فرهنګ وزير محمد حسيني ، چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، بيا د غزني او د ايران دنيشاپور ښار د خويندو ښارونو په نوم د اعلان کولو وړانديز وکړ. د نوموړي په وينا، د غزني نومول نړيوالو ته ددې ولايت په معرفي کولو کې مرسته کوي. دغه راز دې غونډې ته د کابينې يو شمېر غړو، د ملي شورا استازو او د غزني قومي مشرانو هم ويناې وکړې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.