د خوست مرکز امنيتي چارې افغان ځواکونو وسپارل شوې

خوست ښار (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩١): له نړيوالو ځواکونو د واک لېږدونې په درېيم پړاو کې د خوست د مرکز امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو د سپارلو مراسم نن (د لېندۍ لومړۍ نېټه) د خوست په دولتي مېلمستون کې نيول شوي وو، چې په کې د دفاع وزارت لوى درستير ستر جنرال شېرمحمد کريمي، د يو شمېر وزارتونو مرستيالانو، د خوست والي، د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان او چارواکو، ګڼ شمېر قومي مشرانو او ځوانانو په کې برخه اخيستې وه.
په يادو مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل، دى خوشاله دى، چې په درېيم پړاو کې د خوست د مرکز امنيتي چارې له نړيوالو ځواکونو افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.
د هغه په وينا، ډاډه دى، چې په خوست کې مېشت افغان ځواکونه اوس د دې جوګه دي، چې نه يواځې د مرکز، بلکې د ولسواليو امنيتي چارې هم پر غاړه واخلي.
نوموړي زياته کړه، چې دا مهال خوست په هره برخه کې پرمختګ کړى او خلک يې په ټوله معنا له دولت سره همکار دي.
د ملي دفاع وزارت لوى درستيز ستر جنرال شيرمحمد کريمي وويل، چې د خوست مرکز امنيتي چارې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شوې.
د ده په خبره، د يو سرحدي ولايت امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل د دې معنا لري، چې ملي اردو کولاى شي په ټول افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال پورې امنيتي چارې ترلاسه او په ښه شان سره يې مخ ته يوسي.
هغه زياته کړه، ځواکونه يې چمتو دي، چې د وينې تر وروستي څاڅکي پورې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه ننګه وکړي او ولسونو ته سوله راولي.
نوموړي خوست يو مهم او ستراتيژيک ولايت وباله او زياته يې کړه، چې د دغه ولايت امن او نا امني په پلازمېنه کابل او په ټول هېواد باندې مثبت او منفي اغېزې لرلاى شي.
کريمي هيله څرګنده کړه، چې د پروسې په څلورم پړاو کې به د دغه ولايت يو شمېر سيمې تر افغاني امنيتي پوښښ لاندې راشي.
د خوست مرکز اوسېدونکي قومي مشر خان بدر پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت خلک سوله خوښوي او تل غواړي، چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((زه ډېر وياړم، چې وروسته له ډېرې جګړې افغانستان پياوړي امنيتي ځواکونه لري او له دې وروسته د هېواد او ولس ساتنه په يواځې ځان کوي.))
د خوست د مرکز اړوند د لکڼو د سيمې اوسېدونکي جهان شاه وويل، چې په دغه ولايت کې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو په سپارلو سره به د دولت او ولس ترمنځ شته واټن راکم شي.
د هغه په وينا، خپلسري عمليات به نه کېږي، بې ګناه افغانان به نه نيول کېږي او د خلکو کورونو ته به د شپې بهرني ځواکونه نه ورننوځي.
نوموړي غوښته وکړه، چې دغه مهال خوست د يوې پياوړې ادارې په شتون کې د دې جوګه دى، چې د زياترو سيمو امنيتي چارې يې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د يادونې ده، چې افغان ځواکونو د امنيتي چارو د لېږد پروسه تېر کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوې وه، چې دا مهال د هېواد ٧٥ سلنې د امنيت چارې د افغان ځواکونو پر غاړه دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.