Add new comment

MoI assuages IEC's concerns about security

کابل (پژواک ٧ زمرى ٩٢): د کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې د امنيتي تدابيرو خپل پلان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته سپارلى، چې لا هم د هلمند، غزني او نورستان ولايتونو پنځه ولسوالۍ د نا امنۍ له ګواښ سره مخ دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه امنيتي پلان يې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په موخه، چې د ١٣٩٣ لمريز کال په ١٦ مه به تر سره شي، نن د ټاکنو کميسيون ته سپارلى دى.
هغه زياته کړه، چې د دغه امنيتي پلان له مخې د ٦٨٤٥ مرکزونو په اړه، چې دوى يې غوښتنه کړې وه ټينګ امنيت نيولى او په دې اړه يې هغوى ته ډاډ ورکړى دى.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې د ٧ زرو مرکزونو لېست يې برابر کړى او کميسيون ياد لېست شپږ مياشتې مخکې امنيتي بنسټونو ته سپارلى او امنيتي بنسټونه بايد په دې اړه پراخ پلانونه په لاس کې ولري.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند، د ټاکنو په ټولو مرکزونو کې د امنيتي ځواکونو پر وړتيا ټينګار کړى او ويلي يې دي، چې امنيتي ځواکونه له ښې وړتيا، کميت او تجربې څخه برخمن دي او خلک د ټاکنو په تر سره کېدو کې بايد هيڅ ډول اندېښنه ونه لري.
هغه زياته کړه، چې په تېرو ټاکنو کې يو لړ پېښې رامنځته شوې وې، چې پکې خلک د طالبانو له لوري زيانمن شوي وو، خو په راتلونکو ټاکنو کې به د ملي او سيمه ييزو پوليسو په پراخه شتون کې به خلک د رايو صندوقونو ته په ارامه فضا کې ولاړ شي.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند په ټاکنو کې د خلکو ونډه او د ټاکنو د امنيت ټينګښت مهم وباله او ګواښ يې وکړ، چې د دولت وسله والو مخالفينو ته به هيڅکله اجازه ورنه کړي، څو هغو خلکو ته، چې په خپله به خپل راتلونکى برخليک ټاکي، کوم زيان ورسوي.
صديقي د نوم ليکنې د پروسې په اړه وويل، چې د ٤٤١ نوم ليکنې مرکزونو له ډلې څخه، چې د ټاکنو کمېسيون له خوا يې کورنيو چارو وزارت ته معلومات ورکړل شوي و، ٤٢٥ مرکزونو ته له کومې ستونزې او اندېښنې پرته ټول توکې په ښه توګې لېږدولي دي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې پروسې لومړى پړاو د ولايتونو په ټولو مرکزونو کې د روان کال د غبرګولي مياشتې په ٥ نېټه پېل شوى او دويم پړاو يې د هېواد په ټولو ولسواليو کې د زمري په ٥ مه په رسمي ډول پيل شوى او ټاکل شوې، چې په ټوليزه توګه په ټول هېواد کې د رايو ورکولو له شرط سره برابرو شاوخوا ٤ ميليون تنو ته د رايو ورکونې کارتونه ورکړي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي مرستيالې وياندې الکساندرا په دې خبري ناسته کې وويل، چې ناټو د ټاکنو لپاره د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې د لړۍ له پيل څخه هرکلى کوي.
مېرمن ټايلور زياته کړه: "موږ د ټاکنو د قانون او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د واکونو، دندو او جوړښت له قانون او د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کميسيون له تصويبېدو هرکلى کوو."

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.