Add new comment

والى نورستان و شوراى ولايتى يکديگر را به غيرحاضرى متهم ميکنند

 
جلال اباد (پژواک ١١ ورى  ٩٢): د نورستان والي او ولايتي شورا يو بل په دې تورنوي، چې ګواکې په ولايت کې نه پاتې کېږي او په ننګرهار يا کابل کې شپې ورځې تېروي.
د نورستان والي تميم نورستانى وايي، چې د ولايتي شورا ډېرى غړي په ننګرهار کې اوسېږي او په مياشتو مياشتو هم نورستان ته سر نه ورښکاره کوي.
هغه د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولايتي شورا يواځې درې وکيلان اوسمهال په نورستان کې موجود دي او په تېرو څلورو کلونو کې د ښځينه وکيلانو په ګډون پاتې نور ټول يې په جلال اباد او کابل کې ژوند کوي.
نورستاني زياته کړه: (( لس ځلې مې مرکزي دولت ته ويلي، چې دا خلک په نورستان کې نشته، خو تر اوسه پورې هېڅ اقدام نه دى شوى.))
د ده په وينا، ياد وکيلان د ننګرهار او کونړ يو شمېر مشران تمويلوي او د نورستان د ولايتي ادارې پر ضد ترې کار اخلي.
نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي شورا وکيلان په جلال اباد کې ناست وي او د نورستان د ولايتي ادارې هغه چارواکي تخريبوي، کوم چې په نورستان کې دي او د خلکو خدمت کوي.
نورستاني وويل: ((د ولايتي شورا وکيلانو په نورستان کې مشکل جوړ کړى، په خپله نشته او نورو ته ستونزې جوړوي.))
والي د نورستان له پارلماني استازو هم شکايت کوي او وايي، چې د نورستان هېڅ غم يې تر اوسه پورې نه دى خوړلى او زياتوي، چې هغوى له پخوا څخه په کابل کې اوسېدل او اوس هم اوسي او تر اوسه يې نورستان ولايت ته هېڅ سفر نه دى کړى.
تميم نورستانى وايي، چې د ولايتي شورا وکيلانو همدا اوس له يوه غټ مشکل سره مخ کړى او مرکزي دولت بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
هغه زياته کړه: ((د نورستان يوه لويه ستونزه همدا وکيلان دي، چې بايد اصلاح شي.))
بلخوا د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الرحمن مذهبيار پژواک اژانس ته وويل، چې همدا اوس هم د ولايتي شورا له مرستيال سره يوځاى د نورګرام په ولسوالۍ کې له يوې پروژې څخه ليدنه کوي.
هغه زياته کړه، والي تميم نورستانى په خپله څو مياشتې په ننګرهار کې اوسېده او دا يو څو ورځې مخکې نورستان ته تللى دى.
نوموړي د والي هغه خبرې، چې ګواکې دوى په ننګرهار کې اوسيږي، په کلکه ردوي او وايي، چې دوى وخت ناوخت نورستان ولايت ته ځي او هلته يې فعاليتونه روان دي.
مذهبيار وايي: ((موږ هر چېرته تګ راتګ کولى شو، والي پر موږ قيودات نه شي لګولى.))
پژواک وغوښتل، چې د نورستان د ولايتي شورا د ښځينه وکيلې رويدې نظر هم واخلي ، خو هغې په ټيلېفون کې داسې وويل: ((ماته خبرې نه راځي.))
په جلال اباد ښار کې د ماما پلازې منشي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې د نورستان يو شمېر وکيلان له خپلو کورنيو سره يوځاى د دوى په پلازه کې اوسېږي.
دى وايي: ((تاج محمد، عنايت الرحمان، امان الله او يو شمېر نور دلته اوسېږي.))

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.