Add new comment

7 militants dead in Ghazni air raid

غزني (پژواک ۳ غويى ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايې بريد کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي. په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي، چې بريد نن غرمه د ناټو ځواکونو چورلکو ترسره کړى دى. نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې بريد د الوخېلو په سيمه کې شوى، خو ملکي خلکو ته په کې زيان نه دى رسېدلى. په دې ولسوالۍ کې دوه ورځې مخکې وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوسته په بريد کې شپږ پوليس ووژل او د هغوى وسلې يې له ځان سره يوړې. ده يک د غزني په نا امنه ولسواليو کې راځي، چې له مرکزه ختيځ ته په اتلس کيلومترۍ کې پرته ده. وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.