Add new comment

afghan; men; Fighters; local;

غزني ( پژواک ٣٠ ورى ٩٢) چارواکي وايي د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو په غلچکي بريد کې ١٣ تنه پاڅون کوونکي وژل شوي دي. د اندړو ولسوال قاسم ديسوال وايي نن سهار وختي د ګنډير امنيتي پوستې ته وسلوال ور اوښتي او ټول يې په خوب کې وژلي دي. هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، پاڅون کوونکو بې پروايي کړې ،پيره يې نه لرله ،مخالفينو له موکې په ګټه اخيستنې دغه بريد ترسره کړى دى. د ديسوال په خبره وسلوالو د دى ټولې وسلې او يو موټر هم له ځانه سره وړي دي. د اندړو ولسوالي له مرکزه ٣٠ کيلومتره لرې سويل ته پرته ده،چې تېر کال په غبرګولې کې د وسلوالو خلاف پاڅون وشو او له هغه وروسته په کې نسبي امنيت راغى. د بريد پړه طالبانو منلې ،طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي،چې په دې پېښه کې ١٥ پاڅون کوونکي وژل شوي او د د دوى ١٩ ميله وسله او يو موټر طالبانو له ځان سره بولي دي. دا په داسې حال کې ده ،چې دوه مياشتې مخکې هم په همدې ولسوالۍ کې د محلي پوليسو پر پوسته ورته بريد شوى و او پکې ١٧ کسه سيمه ييز پوليس وژل شوي وو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.