Rebel leader among 4 killed in Ghazni clash

غزني( پژواک ٢٠ غويى ٩٢) : چارواکي وايي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته په بريد کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال د غويي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،تېره شپه د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوسته په بريد کې په څلورو وژل شويو طالبانو کې د واحديار په نوم يو قوماندان هم شامل دى.
نوموړى وايي ،د درېيو وژل شويو وسله والو مړي اوس له امنيتي ځواکونو سره دي ، د جګړې په ډګر کې څلور مېله وسله ، يوه مخابره او يو دوربين هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ولسوال په وينا، وسله والو د شپې درې بجې پر پوسته بريد وکړ،چې وروسته ملي اردو او ملي پوليس هم مرستې ته ور ورسېدل او طالبان يې محاصره کړل.
د ده په خبره ،چې جګړه نږدې درې ساعته اوږده شوه،خو نه د سيمې خلکو او نه هم امنيتي ځواکونو ته په کې کوم زيان اوښتى دى.
بريد د قره باغ ولسوالۍ شمال لورته په څلور کيلومترۍ د اينو په کلي کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته شوى دى.
د سيمې اوسېدونکى عبدالرحيم هم  وايي ،چې د شپې ناوخته د وسله والو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ جګړه پيل شوه او تر نږدې سهاره روانه وه، خو نوموړى  د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
تر دې مهاله د پېښې په اړه وسله والو څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.