152 Maqur villages cleared of Taliban

غزنى (پژواک ١٦ غويى ٩٢): د غزني په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون مشر وايي، چې د مقر ولسوالۍ ډېره برخه يې له طالبانو پاکه کړې او که مرسته ورسره وشي، د مقر له ګاونډو ولسواليو ګيلان او اب بند څخه به هم وسله وال وشړي.
په مقر کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د ولسي پاڅون مشر سيدعلي پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په تېرو څلورو مياشتو کې يې د مقر ولسوالۍ پراخې سيمې له وسله والو پاکې کړې او د دې سيمې له ١٥٢ کليو يې وسله وال شړلي دي.
د هغه په وينا، په دې سيمه کې د خلکو او ځوانانو په همکارۍ څلور مياشتې مخکې پاڅون پيل شو او په دې موده کې يې ډېر پرمختګ وکړ او اوس د خلکو کلک ملاتړ له ځان سره لري.
د مقر ولسوالۍ د غزني سوېل ته په ١٠٠ کيلومترۍ کې د کابل – کندهار د لارې پر سر پرته ده، چې پخوا د غزني په تر ټولو نا ارامه سيمو کې راتله.
د سيدعلي په خبره، د پاڅون له پيله تر نن پورې د دولت له لوري کومه مرسته نه ده ورسره شوې او يواځې په جګړه ييزو حالاتو کې امنيتي ځواکونه مرسته ورسره کوي.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې مخکې د مقر امنيتي حالت ډېر خراب و او پوليس او دولتي مامورين د ولسوالۍ په بازار کې هم ازاد نه ګرځېدلى شول.
د هغه په وينا، په مقر کې د اردو يو کنډک پروت و او دغه راز د ولسوالۍ د پوليسو تشکيل تر سل کسه زيات و، خو په ډاډه زړه يې نه شواى کولاى، چې د مقر په کليو کې وګرځي، عمليات وکړي او له وسله والو سيمه پاکه کړي.
نوموړى زياتوي: ((موږ په درېيو تنو وتوانېدو پاڅون پيل کړو، پراخې سيمې له وسله والو پاکې کړو او د خلکو ملاتړ د ځان کړو، چې  اوس ١٦٠ تنه ملګري لرو او د ټولې سيمې ملاتړ  راسره دى.))
د ده په وينا، په مقر کې د پاڅون له پيله ډېر بدلونونه راغلل، خلک له وېرې خلاص شول، د ولسوالۍ  بازار د وسله والو له بريدونو او ګواښونو په امن کې شو او خلک په ډاډه زړه خپل کارونه کوي.
دى وايي، چې اوس دولتي مامورين او د موسسو کار کوونکي په ازاده توګه مقر ته تګ راتګ کوي، کليو او د کار سيمو ته سفرونه کوي، نه امنيتي ځواکونه ورسره وي او نه دوى دې ته اړتيا لري، چې د ځان ساتنې لپاره پوليس ورسره بوځي.
د سيدعلي په خبره، په دې ولسوالۍ کې د وسله والو له وېرې هېچا نه شواى کولاى، چې يو پل هم جوړ کړي، موسسو او شرکتونو نه شواى کولاى دلته پروژې پلې کړي، کارګر نه شواى کولاى کار وکړي، وسله والو به ګواښل او د پروژو کارګر او دولتي مامورين ووژل شول، خو اوس دا ستونزه نشته، خلک سخت لېوال دي، چې کار ورته وشي.
نوموړي وويل، چې اوس د پاڅون له برکته په مقر کې د ملي پيوستون پروګرام پيليږي، چې تر دې په مخکې کلونو کې د دغه پروګرام پلي کولو هېڅ امکان نه درلود، خو اوس د دغه پروګرام د پلې کېدو لپاره د کليوالي شوراګانو د جوړېدو کار پيل شوى او د دغه پروګرام سيمه ييزه سروې پيل شوې ده.
د مقر د پاڅون مشر زياتوي، چې ولسي پاڅونونه د خلکو د نجات يواځنۍ وسيله ده، وسله والو خلک يرغمل کړي، له هغوى يې د ارام او هوسا ژوند کولو حق هم اخيستئ، که دولت د دې ولسي پاڅونونو ملاتړ وکړي، په ډېرو لږو امکاناتو او لږ لګښت به پراخې سيمې لاندې کړي.
دى وايي: ((موږ په ډېرو لږو امکاناتو او وسلو پاڅون وکړ، اوس له هغو وسلو او مهماتو کار اخلو، چې په تېرو درېيو يا څلورو مياشتو کې مو د جګړو او عملياتو پر مهال له وسله والو نيولې دي.))
د هغه په وينا، څلور مياشتې مخکې وسله والو په بازار کې د ولسوالۍ په ٢٠٠ مترۍ کې پوليس ويشتل، د بازار په منځ کې پر ګزمو بريدونه کول، خو نن د مقر جغرافيې ته د راننوتلو جرئت هم نه شي کولاى او نه له پاڅونوالو سره د مخامخ جګړې توان لري.
نوموړى زياتوي، چې د پاڅون په پرتله اوس هم له طالبانو سره ښې وسلې او پريمانه امکانات شته،که دوى ته دومره امکانات برابر شي او د دولت له لوري يې مالي ملاتړ وشي، د مقر ګاونډې ولسوالۍ به هم د وسله والو له شره خلاصې کړي.