Add new comment

چهارتن به شکل مرموز در غزنی کشته شد

غزني ښار (پژواک ٢٧ کب ٩١): چارواکي وايي، چې تېره شپه په غزني ښار کې څلور کسان په مرموز ډول وژل شوي دي. د غزني د والي وياند فضل سباوون د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د غزني ښار اړوند د زرګرو په سيمه کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه، چې ناپېژانده کسانو په دې سيمه کې څلور تنه وژلي، مړي يې په سيمه کې پرېيښي او په خپله تښتېدلي دي. د نوموړي په وينا، وژل شوي د شمالي ولايتونو اوسېدونکي دي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي. خو سباوون وويل، دا تر اوسه نه ده معلومه، چې دغه کسان د چا له خوا او د څه لپاره وژل شوي دي. د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار دوى ته څلور مړي وروړل شوي چې په مرميو ويشتل شوي دي. هغه زياته کړه، چې تر اوسه د وژل شوو کسانو کورنۍ نه دي پيدا شوې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.