د غزني ولايتي شورا اداري پلاوى وټاکل شو

غزني ښار (پژواک ١٩ سلواغه ٩٠): د غزني د ولايتي شوار نوي اداري پلاوي ژمنه وکړه، چې له ولايتي ادارې سره به خپلې ستونزې هواروي او د خلکو لپاره به رښتينى کار کوي. د غزني ولايتي شورا د خپلواکو ټاکنو په ترڅ کې نن (د سلواغې ١٩مه) خپل نوى اداري پلاوى وټاکه او له ولايتي ادارې سره يې د خپلو ستونزو د هواري ژمنه وکړه. د ولايتي شورا نوي رييس قاضي صاحب شاه پژواک اژانس ته وويل، چې د ولس د رښتيني استازي په توګه به د ټولنې د ودې لپاره کار کوي. د هغه په وينا، د ولايتي شورا او ولايتي ادارې تر منځ شته ستونزې او يو پر بل نيوکې به له منځه يوسي. شاوخوا يو کال کېږي، چې د غزني ولايتي شورا د خپلمنځيو ستونزو له امله په دوو ډلو وېشل شوې وه او يوې ډلې يې پر حکومت نيوکه کوله، چې له دوى سره سلا نه کوي او د څار حق يې ترې اخيستى دى. د ولايتي شورا وکيل حميدالله دانش پژواک اژانس ته وويل، چې حکومت په لوى لاس د ولس له لوري غور شوې شورا تر پوښتنې لاندې راولي. د ده په خبره، د ولايتي شورا غړي حق لري چې د پروژو له تړونو خبر وي او د ولايتي ادارو د کار څارنه وکړي؛ خو ولايتي اداره يې مخه نيسي. د غزني د ولايتي شورا نوى ټاکل شوى مرستيال عبدالجامع جامع هم دا مني، چې په مخکې کې د ولايت مقام او د نورو ولايتي ادارو او ولايتي شورا ترمنځ بې باوري او خوابدي زياته وه؛ خو اوس به يې د هواري هڅه وکړي. دى وايي چې غزني پرمختيايي کارونو ته اړتيا لري، خلک سوله غواړي او بې کاري زياته ده او د دې لپاره به دوى له ولايت مقام سره په ګډه کار وکړي. د غزني ولايتي شورا ١٩ غړي لري، چې پنځه يې مېرمنې دي، د لومړۍ دورې ولايتي شورا هم له ولايتي ادارې سره ستونزې لرلې او د اعتراض په توګه يې خپل دفتر يو کال تړلى و. د غزني خلک هم د ولايتي شورا او ولايتي ادارې ترمنځ د ستونزو د هواري غوښتنه کوي او وايي، چې اختلاف په چارو کې نور خنډونه هم را پيدا کوي. قومي مشر او د يووالي شورا مرستيال محمد رحيم رسولي پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا او ولايت تر منځ اختلاف پرمختيايي چارې ټکنۍ کړې دي او نورې ستونزې هم د همدې له امله راپيدا کېږي. نوموړي زياته کړه، چې ستونزې بايد په تفاهم او خبرو سره هوارې شي، ولايت مقام دې هم د شورا اړتياوو او واکونو ته پام وکړي او شورا دې هم له ډېر جديت څخه کار نه اخلي. د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي، څو ورځې مخکې خلکو او د شورا غړو سره ژمنه کړې وه، چې زړه بداوى به له منځه وړي او په ګډه به ستونزو ته د هواري لار پيدا کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.