Add new comment

د غزني خلک د ٢٠١٣ کال لپاره چمتووالى ورو بولي

غزني ښار (پژواک ٦ وږى ٩٠): د غزني اوسېدونکي د ٢٠١٣ زېږديز کال لپاره چمتووالى ورو بولي او چارواکي تورنوي چې خبرې يې ډېرې او عمل يې کم دى.
دوى وايي، چې چارواکي يې په دې برخه کې يواځې نظر ورکوي، عملي کار يې نشته او هغه پروژې چې ژمنه يې شوې وه، کار يې پيل شوى نه دى.
دوى ډاډه نه دي چې تر ٢٠١٣ پورې دې غزني، چې په همدې کال د اسلامي فرهنګ او تمدن پلازمېنه اعلانېږي، چمتو کړل شي.
غزني په ٢٠١٣ کال د اسلامي هېوادونو له لوري د اسلامي فرهنګ او تمدن پلازمېنه نومول کېږي.
دا پرېکړه د اسلامي هېوادونو د کولتور د وزيرانو له لوري د ٢٠٠٧ کال په سپټمبر کې د ليبيا په پلازمېنه طرابلس کې وشوه.
قومي مشر او د سولې شورا غړى ډاکټر غني بهادري باور نه لري، چې د ښار جوړولو وزارت له لوري پلان شوې سترې پروژې دې په دومره لنډ وخت کې بشپړې شي.
بهادري وايي، چې څلور کاله مخکې د ٢٦ سترو پراختيايي پروژو او دغه راز د لرغونو ابدو او تاريخي سيمو د ٤٢ پروژو د رغونې لپاره ٢٠٠ ميليونه ډالر لګښت په پام کې نيول شوى و؛ خو تر دې مهاله حکومت يو ميليون ډالر هم نه دي لګولي.
په دې پراختيايي پروژو کې درې ستوريز، څلور ستوريز او پنځه ستوريز درې هوټلونه، هوايي ډګر، د غزني ښار برېښنا، د کاناليزاسيون سيستم، د اوبو رسولو پروژه، د لوبو او تفريح ځايونه او دې ته ورته څو نورې سترې پروژې شاملې وې.
دغه راز تېر کال په غبرګولي کې له ٤٢ لرغونو ابدو يواځې د لسو رغونه پيل شوه، چې لا هم نه ده بشپړه شوې.
په تېره يوه مياشت کې د شاوخوا لسو نورو تاريخي ځايونه سروې هم شوې ده.
د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز هم ورته اندېښنه لري.
هغه د دې پروژو په پلي کېدو کې د حکومت له خوا د دې موخې لپاره جوړ شوى کمېسيون، چې د اطلاعاتو او فرهنګ او د ښار جوړولو وزارت هم په کې ګډون لري، ناکام بولي.
نوروز وايي، چې حکومتي چارواکي د عملي کار وړتيا نه لري، تشې ژمنې کوي او په پلان جوړونې وخت تېروي.
د ده په خبره، د ٢٠١٣ کال لپاره لږ وخت پاتې دى، شونې نه ده، چې پروژې دې پلې شي.
کارپوهان هم د وخت تنګوالي ته په پام سره ډاډه نه دي، چې دومره سترې پروژې دې په دومره لنډ او تنګ وخت کې بشپړې شي.
ليکوال او څېړونکى پوهنيار محمد ګل کوچى وايي، چې له دې پرېکړي اوس نږدې پنځه کاله تېرېږي؛ خو عملي کار نه دى پيل شوى او ټول پلان د کاغذ پر مخ پاتې دى.
هغه زياتوي، چې ٢٠١٣ کال ته لږ وخت پاتې دى، چې په دې موده کې د غزني په اوږده ژمني موسم کې کار هم نه کېږي او د کار موده ډېره لنډه وي.
کوچى په دې اند دى، چې د پراختيايي پروژو او تاريخي ابداتو رغونه او کار دې يو ځاى پيل شي، ترڅو دواړه کارونه په موازي ډول پر مخ ولاړشي.
د هغه په اند، له دې پرته د ٢٠١٣ لمانځل په اسلامي فرهنګ او تمدن ملنډې وهل دي.
درې کاله مخکې د ښاري پراختيا پخواني وزير يوسف پښتون له غزني څخه د ليدنې پر مهال، د يادو پراختيايي پروژو ټول مالي لګښت تر ٢٠٠ ميليونه امريکايي ډالر لوړ بللى و.
د ښاري پراختيا سرپرست وزير سلطان حسين حصاري هم يو کال مخکې د غزني د ليدنې پر مهال د غزني له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې په نوي لمريز کال کې به د ٢٣ سترو پراختيايي پروژو کار پيلېږي.
اوسمهال يواځې د ولايتي بيارغونې امريکايي او پولنډي ډلو تر يو بريده په پراختيايي پروژو کې يو څه ونډه اخيستې، د ښار کوڅې او سړکونه پاخه شوې او څو واړه پارکونه هم جوړ شوي دي.
د روان لمريز کال د غويي د مياشتي په ١٥مه، د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال محمد علم ايزديار په مشرۍ غزني ته راغلي پلاوي هم په يوه اونۍ کې د ٣٥ميليونه ډالرو په لګښت د سترو پراختيايي پروژې د پيل ژمنه کړې وه؛ خو تر دې مهاله دا ژمنه نه ده پلي شوې.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده هم په هماغه غونډه کې ويلي و، چې د اسلامي ثقافت په نوم د يوه ستر مرکز د جوړېدو کار ډېر ژر پيلېدونکى دى او په جوړېدو به يې ١٥ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راشي.
اکبرزاده ويلي و، چې د دې پروژې لپاره ټولې پيسې د ماليې وزارت ورکوي او دپلي کېدو کار به يې نږدې دوه کاله وخت واخلي.
هغه مهال د ښار د ٣٤ کيلومتره سړک د پخېدو او دغه راز د جمنازيوم، د اوبو رسولو د سيستم د جوړېدو ژمنه هم شوې وه.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده هم په دې پروژو کې حکومت او وزارتونه په ناغېړي او لټۍ تورنوي او ان يوه مياشت وړاندې يې په يوه خبري ناسته کې ځيني وزارتونه د غزني په حق کې په ملي خيانت تورن کړل.
اکبرزاده وايي، ډېره هڅه يې داده چې ژر کار پيل شي.
نوموړى د هغو پروژو بشپړېدل اړين بولي، چې کار يې تر ٢٠١٣ کاله بشپړېداى شي.
تېرو پنځوکلونو ته په پام سره دا دى ٢٠١١ کال هم پاى ته ورلنډېږي. کارپوهان وايي چې شونې نه ده،چې په يو، يو نيم کال کې دې، دومره سترې پروژې په دومره ستر لګښت، چې د پيسو ورکوونکي يې هم لا تراوسه معلوم نه دي، پيل او بشپړې شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.