Add new comment

Gen. Allen promises aid to Ghazni

غزني(پژواک ۲۵زمري ۹۰):د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الن د غزنيله چارواکو سره د امنيت د ټينګښت او ددغه ولايت دبيارغونې په برخه کې د مرستو ژمنه وکړه.
دغه ژمنه پرون مازديګر (د زمري ٢٤مه) د ولايت په مقام کې د جان الن او د دغه ولايت د چارواکو تر منځ د بندو دروازو ترشا د خبرو اترو پر مهال شوې، چې وروسته يې په اړه د غزني والي موسى خان اکبرزاده رسنيو ته معلومات ورکړل.
والي وويل، چې د ناټو له مشر سره يې په غزني کې د امنيت د ټينګښت اوپه پراختيايي چارو کې د مرستو په اړهيو ساعت تفصيلي خبرېوکړې.
اکبرزاده زياته کړه،چې الن ورسره د ناټو د پخوانيقوماندان جنرال پيټرايس په پرتله د امنيت او بيارغونې په برخه کې د څو برابره زياتو مرستو ژمنه وکړه.
خبريالانپه دې اړه له جان الن څخه پوښتنو کولو ته پرې نه ښودل شول.
جان الن د غزني له چارواکو سربېره په دغه ولايت کې د ناټو له مېشتو امريکايي او پولنډي سرتېرو سره هم وليدل.
د غزني والي زياته کړه،چې د غزني امنيت د تېرو دوو کلونو په پرتله ښه شوى،خو د بيارغونې په برخه کې ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
هغه وويل، د ناټو مشر ژمنه وکړه، چې تر ٢٠١٣کاله به، چې غزني د اسلامي فرهنګ او تمدن مرکز نومول کېږي، د ياد ولايت د چمتووالي لپاره د پراختيايي پروژو په برخه کې مرسته وکړي.
والي وايي،چې د ناټو مشر ته يې په ځانګړي ډول د لارو په پخولو کې د مرستو وړانديز وکړ.
په غزني کې مېشت امريکايي او پولنډي ځواکونو،چې د پي ار ټي په چوکاټ کې دنده ترسره کوي،يواځېد غزني په ښار کې د دېرش کيلومتر سړک د پخېدو پيسې ورکړېدي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.