dustbin;

غزني (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): د غزني ولايت د پرمختيايي پروژو لپاره د پولنډ هېواد اوه ميليونه ډالر ځانګړي کړي دي.
په غزني کې مېشت د ناټو تر مشرۍ لاندې د ايساف په چوکاټ کې د پولنډي ځواکونو د ولايتي بيارغونې ډلې مشر جنرال بلازيوس نن (د ليندۍ ٢٩مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دوى به په راتلونکي کال کې د غزني په ښار او يو شمېر ولسواليو کې اوه ميليونه ډالر د بيارغونې په برخه کې ولګوي.
د هغه په وينا، له دې پيسو به ډېره برخه په ښار کې ولګول شي، تر څو د ٢٠١٣ کال لپاره، چې د غزني ښار د اسلامي هېوادونو د کولتور پلازمېنه نومول کېږي، تياري ونيول شي.
نوموړي وويل، چې د غزني د ښار ترڅنګ به په زنخان، ګيرو او ګيلان ولسواليو کې هم ځيني پرمختيايي چارې ترسره کړي، چې ډېرې به يې د روغتيا په برخه کې وي.
جنرال بلازيوس زياته کړه، چې په غزني کې به د پوليسو، اردو او د ملي امنيت د ځواکونو روزنې ته هم پاملرنه زياته کړي.
هغه وايي، چې افغان ځواکونه اوس پياوړي، مسلکي او اکمال شوي دي او دې ته تيار دي، چې د امنيتي چارو مسووليت واخلي.
ده وويل: ((سره له دې به هم موږ د افغانانو په هره برخه کې ملاتړي يو او د پوځي همکاريو تر څنګ به په ملکي برخه کې هم مرسته زياته کړو.))
د پي ار ټي قوماندان پر دغو پيسو د پلې کېدونکو پروژو په اړه کره معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه، چې د غزني د خلکو اړتياوو او غوښتنو ته په پام سره به کار کوي.
د يادونې ده، چې د پولنډ هېواد په تېر کال کې هم په غزني کې اوه ميليونه ډالر ولګول، چې ډېرۍ يې په ښار کې پر سړکونو،د کثافاتو په يوې سترې ذخيرې، د موټرو په تم ځايونو او وړو تفريحي پارکونو ولګېدل.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.