3 wounded as blast rocks Ghazni City

غزني ښار (پژواک ٢ مرغومى ٩١): چارواکي وايي، چې په غزني ښار کې د ولايت مقام ترڅنګ چاودنه شوې، چې له امله يې درې تنه ټپيان دي.
د غزني د والي وياند فضل سباوون د مرغومي په ٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا ١١ نيمې بجې په غزني ښار کې د رحمان په نوم د يو شخصي روغتون مخې ته چاودنه رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، په چاودنه کې يو د ملي امنيت کار کوونکى او دوه ملکي وګړي ټپي دي، چې روغتون ته وړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي پر يو بايسکل ځاى پر ځاى شوي وو، چې د ريموټ کنټرول له لارې چاودنه ورکړل شوه.
د پېښې يوه عيني شاهد محمدالله پژواک اژانس ته وويل، چې په پېښه کې څلور تنه ټپيان شوي او سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.
د ده په خبره، په دې سيمه کې د سبزيو منډيي هم ده، چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وي.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.