governor

غزني (پژواک ۲۶ زمری ۹۰):ايران د غزني ولايت، چې په ٢٠١٣زېږديز کال کې د اسلامي هېوادونو فرهنګي پلازمېنه نومول کېږي، د چمتووالي، د لرغونو ابدو او کلتوري ميراث د ساتنې او رغونې په برخه کې مرسته کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري میراث د ساتنې یو څلور کسیز پلاوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سلاکارانو په ملتیا نن(د زمري ٢٦مه)د غزني تاریخي سیمېاو ابدې له نږدې وکتلې.
د غزني والي موسي خان اکبرزاده له ایران او غزني ته د دغههېواد د پلاوي له راتګڅخه مننه وکړه او له نورو اسلامي هېوادونويېهم غوښتنه وکړه،چې د ایران پر پله پل کېږدې او د غزني په بیارغونه کېدېبرخه واخلي.
والي زیاته کړه: ((دېرش کاله مخکېد ایران اصفهان ښار هم د اسلامي کلتور او تمدن پلازمېنه نومول شوی و،ایراني کارپوهان به په دې برخه کې خپلې تجربې له موږ سره شریکېکړي.))
دا په داسې حال کې ده،چې دوه اونۍمخکې د غزني د لرغونې بالاحصار جیولوجیکي سروې هم تر سره شوه،چې له مخې به یې د المان د اخن پوهنتون په مالي مرسته د دغه بالاحصار د رغونې چارې پیلیږي.
له ایراني پلاوي سره مل د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري میراث د ساتنې سلاکار سید مصدق خلیلي همغوښتنه وکړه،چې اسلامي نړۍ دې د ایران په څېر ګام پورته کړي.
خلیلي وايي،چې له ایراني پلاوي سرهيېپه ګډه د غزني لرغوني ځایونه او ابدې ولیدلې.
د ده په خبره،د پلان له مخېبه تر ۲۰۱۳ کال پورېد لرغونو ابدو ټولې ۳۲ پروژې بشپړېکړي.
نږدې دوه میاشتېمخکې امریکايي لرغونپوهانود غزنوي دورې دوه څلي سروې کړل او د دغوڅلود رغونې ژمنه ېې وکړه.
د ایراني پلاوي مشر او د کلتوري میراثونو متخصص علي رضا بهره من وايي،چې د غزني د لرغونو ابدو او کلتوري میراث په ساتنه او رغونه کې به مرسته وکړي.
دی وايي: ((موږ اوس یواځېڅېړنه کوو،تصمیم به د ایران حکومت نیسي،چې په کومو پروژو کار کوي او څومره لګښت پرې راځي.))
د لسو لرغونو ابدو او تاریخي ځایونو د رغونې کار یو کال مخکېد اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي مرسته پیل شو،چې اوس ېې کار د ځینو فني او مسلکي نیمګړتیاوو له امله له نیوکو سره مخ دی.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.