Add new comment

Governor;

غزني ښار (پژواک ٧ کب ٩٠) د غزني والي وايي، چې د نوي لمريز کال له پيل سره سم به د ٢٠١٣ کال د نمانځنې په موخه، چې غزني ښار به په رسمي توګه د اسلامي هېوادونو د کولتور او تمدن پلازمېنه ونومول شي، د تياريانو وروستى پړاو پيل شي.
د غزني والي موسي خان اکبر زاده په نوي لمريز کال کې د ٢٠١٣ کال لپاره د تيارۍ په موخه د سترو پراختيايي پروژو د پيلېدو خبره کوي.
اکبر زاده وايي، چې د دغو پروژو لومړۍ چارې بشپړې شوې او د لمريز کال له پيل سره سم به د پروژو نور کار هم پيل شي.
هغه د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې کې تر ټولو لويه پروژه د اسلامي ثقافت مرکز او د ښار په بېلابېلو برخو کې تر ٣٠ کيلومتره پورې د سړکونو د پخولو پروژه هم په پلان کې ده.
د نوموړي په وينا، د اسلامي ثقافت په مرکز کې جامع جومات، د لوړو زده کړو لپاره يو ستر مرکز، سرپټى بازار، جمنازيوم، مېلمستون،هوټل او نورې اسانتياوې به په کې شاملې وي.
د والي په وينا، د هوايي ډګر د پروژې د پلان کار هم په بشپړېدو دى، چې په نوي کال کې به يې کار پيل شي.
د موسي خان اکبرزاده په وينا، پر دغو ټولو پروژو به په يو مهال کار پيل شي او تر شل ميليونه امريکايي ډالرو لګښت به پرې راشي، چې لس ميليونه د حکومت او پاتې نورې به يې مرستندويان ورکوي.
غزني په ٢٠٠٧ کال د ليبيا په طرابلس کې د اسلامي هېوادونو دکولتور د وزيرانو په غونډه کې د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي هېوادونو د تمدن او کولتور پلازمېنه ونومول شو.
د ٢٠١٣ کال لپاره د تياري کمېسيون، چې په کې ماليې، اطلاعاتو او فرهنګ، کرنې او مالداۍ، کليو پراختيا، اوبو او انرژۍ، ښار جوړولو او ښځو چارو وزراتونو غړيتوب لاره.
اوس د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، د يادو وزارتونو سيمه ييز رياستونه به يې په غزني کې د کمېسيون استازي کوي او مشر به يې د غزني والي وي.
د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس حميدالله سروري او د کمېسيون غړى وايي، غزني ته د ٢٠١٣ کمېسيون لېږد به کار ګړندى کړي او کارونه به په سمه توګه وڅارل شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له مرکزه په غزني کې د پروژو پلې کول او د کار څارنه ستونزمن کار و او دې چارې د غزني خلک هم بې باوره کړي وو.
دغه راز د غزني ښاروال سيدعبدالبصير نوري هم غزني ته د ٢٠١٣ کال دکمېسيون انتقال ګټور او يو پرمختګ بولي.
نوري زياتوي، کمېسيون به اوس په دې بريالى شي، چې کارونه ګړندي کړي او په خلاص مټ خپلې چارې پر مخ يوسي.
تر دې مخکې د ښاري پراختيا وزارت د غزني د نوي ښاري پلان د پلي کېدو لپاره د نږدې ٢٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو د لګښت غوښتنه کړې وه.
په پام کې ده، په غزني کې څو نورې سترې پروژې، چې په کې هوايي ډګر، د برېښنا، اوبو رسولو او کاناليزسيون پروژې هم راځې، پلې شي.
قومي مشر او د ده يک ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا رييس نصرالله سياسي وايي، چې تر ٢٠١٣ کال پورې د تيارۍ شونتيا ډېره کمه ده.
نوموړى نيوکه کوي، چې په کار کې ځنډ راغلى او له لويه سره غزني د حکومت لپاره له پامله لوېدلې سيمه ده.
د هغه په وينا، نه يواځې د اسلامي تمدن د مرکز نمانځلو لپاره تيارى په کار و، بلکې غزني تر دې مخکې ډېرې پاملرنې ته اړتيا لرله.
د پراختيايي پروژو ترڅنګ د غزني ښار اړوند شاخوا ٣٦ لرغونو ابدو د رغونې کار هم روان دى.
دغه راز په پام کې ده، د غزني د بالاحصار او لرغونې کلا ترڅنګ د حکيم سنايي او البيروني د زيارتونو ګونبدې هم په نوې بڼه ورغول شي.
د اطلاعاتو او کولتور رييس حميدالله سروري وايي، تر ٢٠١٣ کال پورې به د ټولو لرغونو اوبدو او تاريخې ځايونو رغونه بشپړه شي.
په يادو ٣٦ لرغونو ابدو کې يې تر دې مهاله د اتو کار بشپړ شوى او د پاتو نورو هغو د رغونې کار به د نوي لمريز کال تر پايه بشپړ شي.
په ټوليزه توګه د غزني چارواکي او خلک په دې باور دي، چې د ٢٠١٣ کال د نمانځنې تر مهاله به ټول پراختيايي او کولتورې کار پاى ته ورسېږي او د اسلامي کلتور او تمدن د پلازمېنې نمانځل به په شاندارو مراسمو ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.