Add new comment

Warlords

غزني ښار (پژواک ٨ غبرګولى ۹۱): د غزني يو شمېر چارواکي او د ولايتي شورا غړي وايي، چې په دغه ولايت کې دامهال شاوخوا ١٥٠ زره جرېبه ځمکه د زورواکو لخوا غصب شوې ده. د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني د عدليې رياست د راپور له مخې،د غزني د مرکز اړوند سيمو کې شاوخوا ۱۵۰ زره جريبه ځمکه د زورواکو لخوا غصب شوې ده. د هغه په وينا، له دې جملې څخه يې ۴۰ زره جريبه يواځې د ښار اړوند او پاتې نوره د غزني د مرکز او اداري واحدونو اړوند سيمو کې د يو شمېر مافيايي ډلو له لوري غصب شوې ده. نوموړي زياته کړه، چې غصب شوې ځمکې د زورواکو لخوا بېرته پر خلکو په لوړو بيو پلورل شوې او تراوسه يې چا پوښتنه نه ده کړې. جامع وويل: ((دغه نيول شوې ځمکې بيا نومره په ۳۰ زره ډالره په خلکو پلورل شوې ده، چې لا هم د ځمکې خرڅلاو د زرواکو له لوري روان دى.)) دى زياتوي، چې دغه ځمکه دسلطان محمود،حکيم سنايي ښارګوټو د څښتنانو او د روضې، سفنديې، کلا شهاده او د نواباد د سيمو د خلکو له لوري غصب شوې ده. د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي هم د ولايتي شورا د مرستيال د خبرو پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې په غزني کې په ډېره اندازه ځمکې غصب شوې دي. د هغه په وينا،په دې برخه کې يې هڅې پيل کړې دي او غواړي ، چې غصب شوې ځمکې د زورواکو له منګولو خلاصې کړي. نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((موږکوښښ کوو، چې ټولې هغه ځمکې راوګرځوو، چې اوس مهال يو شمېر زورواکو لاندې کړې دي.)) د غزني د ښاروالۍ رياست چارواکي هم په غزني کې د دولتي ځمکو د غصب خبره کوي، د دوى په خبره، د يو شمېر مافيايي ډلو او زورواکو کسانو له لوري د غزني په ښار او نوروسيمو کې په ډېره اندازه دولتي ځمکه لاندې شوې ده. د غزني ښاروال عبدالبصير نوري پژواک اژانس ته وويل، چې پر ډېرو غصب شويو ځمکو دا مهال مارکېټونه جوړ شوي او يا هم غاصبينو په خلکو پلورلي دي. د هغه په وينا، ټوله شاوخوا۱۵۰ زره جريبه ځمکه غصب شوې ده، چې تراوسه يې دوى په خلاصېدو نه دي توانيدلي. نوموړي زياته کړه: ((زه دا منم چې د غزني په ښار او نورو سيمو کې ۱۵۰ زره جريبه دولتي ځمکه لاندې شوې دي او تراوسه يې دولت هم مخه نه ده نيولې.)) د ښاروال په خبره، دولت کوښښ کوي،چې دغه ځمکې راوګرځوي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري. د غزني د عدليې رييس څارنوال عبدالرزاق عزيزي وايي ،چې يواځې د غزني ښار اړوند د قلعه خنجر په سيمه کې څلور زره جريبه دولتي ځمکه د يو شمېر کسانو له لوري غصب شوې او خپلسري کورونه پرې جوړ شوي دي. خو بل پلو بيا د غزني ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې دولت هسې وايي چې دغه ځمکې به د غاصيبينو له منګولو څخه راوګرځوي. د دوى په خبره،په ډېرى دولتي ځمکو کې د غاصيبينو له لوري مارکېټونه او يا کورونه اباد شوي دي. د غزني ښار يوه اوسېدونکي رفيع الله پژواک اژانس ته وويل، دولت چې هغه مهال دا ځمکه راونه ګرځوله،کله چې هلته په خپلسرکورونه پرې جوړېدل، اوس يې هېڅکله نه شي راګرځولاى. د هغه په وينا، دغه ځمکې سږ کال نه ، بلکې اته کاله مخکې لاندې شوې دي او تراوسه يې مخه هم نه ده نيول شوې ده. د ده په خبره، دغه لړۍ لا هم دوام لري، خو څوک يې مخه نه نيسي. رفيع الله زياته کړه: ((دا يواځې زورواکو نه دي نيولي، بلکې دولتي چارواکو هم غصب کړي دي.)) د ده په وينا، په هرښارګوټي کې لوړپوړي چارواکي د ځمکو نومرې لري او دوى نه شي کولاى، چې دغه ځمکه راوګرځوي، ځکه چې دوى هم ورسره شريک دي. د غزني ښار يو بل اوسېدونکى کمال خان وايي، چې دغه ځمکې يواځې د غزني خلکو نه دي غصب کړي،بلکې له کندهار، پکتيکا او يو شمير نورو ولايتونو څخه راغليو خلکو او زورواکو هم غصب کړې دي. نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((په دې کې داسې کسان شته، چې يا خپله وکيلان دي او يا يې هم وروڼه په پارلمان کې دي.))

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.