Add new comment

Work on Ghazni Islamic Culture Centre starts

پر دې پروژه، چې نږدې ۶۰ نورې پروژې هم په کې شاملې دي، ۲۵ ميليونه ډالره لګښت راځي، چې دغه پيسې د ولسمشر، د ښاري پراختيا وزارت او خپله د غزني د ولايت له بوديجې ورکول کېږي. غزني په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې د ليبيا هېواد په پلازمېنه طرابلس ښار کې د اسلامي نړۍ د پلازمېنې په توګه نومول شوى و، چې د چارواکو په خبره، تر اوسه غزني ته د ۲۰۱۳ کال لپاره د مرکزي دولت او نورو هېوادونو له لوري هېڅ پاملرنه نه ده شوې. د غزني والي محمدموسى خان اکبرزاده د دغې لويې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل، چې په تېرو څو کلونو کې کليدي وزارتونو له غزني سره جفا وکړه او هغه ژمنې چې يې کړې وې، نه کړې عملي. د هغه په وينا، د ماليې وزارت هم پر خپل وخت سره بوديجه ورته انتقال نه کړه، چې دوى ورباندې له وړاندې څخه کار پيل کړى واى. نوموړي زياته کړه، چې په دغو پروژو کې د اسلامي ثقافت مرکز، جامع جومات، جمنازيوم، سټډيوم او۵۰ نورې رهايشي پروژې شاملې دي. د والي په خبره، يواځې د اسلامي ثقافت په مرکز به نږدې ۱۷ ميليونه ډالر ولګول شي. اکبرزاده زياته کړه، چې د دغې پروژې د جوړېدو چارې به په راتلونکو ۱۶ مياشتو کې بشپړې شي. د ده په خبره، د اسلامي ثقافت مرکز به د ٢٠١٣ زېږديز کال د اکتوبر په مياشت کې نمانځل کېږي، چې ١٦ مياشتې ورته پاتې دي او تر هغې به دا پروژه بشپړه شي. د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع بيا د دغې پروژې له قراردادي څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې په کار کې دې کومه ناغېړي نه کوي. نوموړي وويل: ((هر هغه چا چې په دغې برخه کې له غزني ولايت سره جفا وکړه، د ولايتي شورا له سخت غبرګون سره به مخ شي.)) د هغه په وينا، مخکې چې په غزني کې کوم کارونه شوي، دوى ته د منلو وړ نه دي او په ډېر لږ وخت کې ويجاړ شوي دي. ۲۰۱۳ کال ته څو مياشتې پاتې دي او د غزني خلک باور لري، چې تر ټاکلي نېټې به غزني ولايت دې ته چمتو نه شي، چې د ۲۰۱۳ کال مراسم دې دلته ونمانځل شي. د غزني ښار يوه اوسېدونکي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل: ((که څه هم نن د دغې لويې پروژې د کار چارې پيل شوې، خو باوري نه يم چې دومره ژر دې دوى دغه پروژه سرته ورسوي.)) نوموړي زياته کړه، چې تېر شپږ کاله د غزني خلکو پر ژمنو تېر کړل، يواځې د کاغذ پر مخ خبرې وې او په عمل کې هېڅ ونه شول. د ده په وينا، چې په تېرو شپږوکلونو کې څه ونه شول، نو اوس هم څه نه شي کېدلاى. پر دغې پروژه باندې په داسې حال کې کار پيليږي، چې څو ورځې وړاندې د غزني والي په يو مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي و، چې د ماليي وزارت له خوا پر خپل وخت پيسې ورته انتقال نه شوې او د ښاري پراختيا وزارت ورته نقشه نه ده سپارلې، نو د دغې پروژې د کار چارې به پيل نه کړي. د يادونې ده، کوم ځاى چې د اسلامي ثقافت مرکز جوړېږي، اوس مهال هلته د ۲۰۳ تندر قول اردو درېيمه لوا پرته ده او د چارواکو په وينا، څو ځلې يې له دفاع وزارت څخه غوښتي، چې دغه ځاى خالي کړي، خو تر اوسه يې غوږ نه دى پرې ګرولى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.