Ghazanfar promises jobs to Ghazni women

غزني ښار (پژواک ۱۲وږی ۹۱): د ښځو چارو وزيرې ژمنه وکړه، چې د غزني ولايت د ښځو لپاره به د کار زمينه برابروي. د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر دغه څرګندونې نن (د وږي ١٢مه) په غزني ښار کې د ((موږ سوله غواړو)) تر نامه لاندې د ښځو لپاره په جوړه شوې غونډه کې وکړې. هغې زياته کړه، چې د هېواد نورو ولايتونو په څېر په غزني ولايت کې هم مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او لامل يې نا امني او د دولت نه پاملرنه ده. نوموړې پر وسلوالو مخالفينو غږ وکړ، چې نور له جنګه لاس واخلي او اجازه ورکړي، چې مېرمنې هم د نورو هېوادوالو په څېر خپل ژوند پر مخ يوسي. د ښځو چارو وزيرې وويل، چې په هر ولايت کې يې د ښځو لپاره ځانګړي پارکونه، بڼونه، مارکېټونه او نورې اسانتياوې برابرې کړې او هڅه کوي، چې په غزني کې هم دا کار وکړي. حسن بانو غضنفر زياتوي، چې دوى هڅه کوي په دغه ولايت کې د ښځو لپاره د کار زمينه برابره کړي، څو خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه پر مخ بوځي. د غزني والي موسی خان اکبرزاده هم د دولت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چې له جنګ څخه دې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره دې يوځاى شي. هغه زياته کړه: ((په جنګ کې افغانان وژل کېږي، ښځې کونډې کېږي او اولادونه مو يتيميان کېږي، ګټه يې بل چا ته رسېږي.)) اکبرزاده وويل، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې وسلوال طالبان چې ډېرى يې بهرني وسلوال دي، له ګاونډيو هېوادونو راغلي دي، ډېر شوي او نا امنۍ زياتوي. والي موسى خان اکبرزاده د ښځو چارو له وزېرې مننه وکړه، چې په غزني کې يې د ۲۰۱۳ کال لپاره زيات کارونه کړي او له نورو وزارتونو څخه يې هم وغوښتل، چې له دغه ولايت سره دې پوره مرسته وکړي. ټاکل شوې غزني ولايت د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي هېوادونو د فرهنګ او کلتور د پلازمېني په توګه ونومول شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.