Add new comment

governor

غزني ښار (پژواک ۲۳ وری ۹۱): په غزني کې د هوايي ډګر د جوړېدو د لومړنيو چارو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده نن (د وري ٢٣مه) د غزني د هوايي ډګر د احاطې دېوال د جوړېدو د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کېښوده.
نوموړي د مراسمو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، په دغه دېوال به د ٧٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شي، چې د ترانسپورت وزارت له خوا ورکول کېږي او چارې به يې په راتلونکو څلورو مياشتو کې بشپړې شي.
هغه زياته کړه، چې اوس مهال يې د احاطې دېوال، امنيتي پوستې، سيپټيک او ژورې څاګانې جوړيږي او ډېر ژر به يې د ځغاستليکې او د ترمينل جوړولو چارې هم پيل شي.
ياد هوايي ډګر د ۲۰۱۳ زېږديز کال لپاره، چې غزني ولايت د اسلامي هېوادونو د فرهنګ پلازمېنه نومول کېږي، د غزني د ده يک ولسوالۍ اړوند د يونټ په سيمه کې جوړېږي، چې څلورکيلومتره اوږدوالى او يونيم کيلومتر سور لري.
د والي په وينا، که چېرې دغه هوايي ډګر جوړ شي، پر غزني سربېره به د لوګر، پکتيکا، ميدان وردګو او زابل ولايتونو خلک هم ګټه ترې پورته کړي، له دغه ډګر څخه به کورنۍ او بهرنۍ الوتنې کېږي.
د ده په خبره، تر۲۰۱۳ زېږديز کال پورې به د ټول هوايي ډګر چارې بشپړې شي.
د مراسمو پر مهال د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وويل، چې د دغه ډګر جوړېدل د غزني او نورو ګاونډو ولايتونو لپاره ډېر ګټور دي او کېداى شي د امنيت پر راوستو کې ښه اغېز ولري.
خو نوموړي اندېښنه وښوده، په غزني کې چې کومې پروژې د قرارداديانو له خوا ترسره شوې، ښې پايلې يې نه دې درلودلې.
نوموړي زياته کړه: ((که چېرې د هوايي ډګر کار هم هماغسې ترسره شي لکه د نورو پروژو، نو ښه پايله به ونه لري.))
نوموړي له چارواکو او د دغې پروژې له قرارداديانو وغوښتل، چې د هوايي ډګر د چارو په ترسره کولو کې له باکيفيته توکو څخه کار واخلي.
د غزني اوسېدونکي هم د هوايي ډګر په جوړېدو خوښ دي او وايي، چې له يوې خوا به وکړى شي، چې له خپل ولايت څخه بهرنيو هېوادونو ته سفر وکړي او له بلې خوا به ډېرو بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
علي رضا، چې د هوايي ډګر د دېوال په جوړولو کې کارکوي پژواک اژانس ته وويل: ((د سهار پر اتو بجو راځم او د مازديګر تر پنځو بجو پورې کار کوم، د ورځې درې سوه افغانۍ اخلم، ښه ګوزاره مې پرې کېږي.))
د يادونې ده، دغه مهال چې کوم ساختماني توکي د قرارداديانو له خوا د دغه هوايي ډګر د دېوال د جوړولو لپاره کارول کېدل، د غزني د والي او نورو چارواکو له خوا ونه منل شول.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.