Add new comment

Renovation of Ghazni monuments starts

غزني ښار (پژواک ۲۵ چنګاښ ۹۱): په غزني ښار کې د اطلاعاتو کولتور وزارت له لوري په دغه ولايت کې د ۱۱ميليونه ډالرو په ارزښت د ۱۳ نورو تاريخي ابدو د رغولوچارې پيل شوې.
د اطلاعاتوکولتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي، چې تېره ورځ غزني ته په يو سفر تللى و، د دغو ابدو د کار د پيل پر مهال وويل، چې په دغو تاريخي ابدو به نږدې ۱۱ ميليونه ډالر لګښت راشي، چې دغه پيسې د افغان دولت له لوري ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې تر ۲۰۱۳ کال پورې به چې غزني به په کې د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شي، په دغه ولايت کې ټولې تاريخي ابدې به د اطلاعاتو او کولتور وزارت له لوري ورغول شي.
د هغه په وينا، د دې تر څنګ دغه وزارت په پام کې لري، چې په غزني کې تر ۲۰۱۳ کال پورې نور د بيارغونې کارونه هم ترسره کړي.
بل خوا که څه هم د غزني والي پر يو شمېر وزارتونو نېوکه کوي، خو واېي چې غزني به تر ۲۰۱۳ کال پورې پوره چمتو شي او دوى هيله من دي، چې د ۲۰۱۳ کال مراسم به په دغه ولايت کې ونمانځي.
د غزني والي موسي خان اکبرزاده وويل، هرکله چې د هېواد د ملي دفاع وزارت په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو درېيمه لوا هغه ځاى ته انتقال کړي، کوم ځاى چې ورته په نظر کې نېول شوى، نو د۶۰ پروژو کار به پيل کړي.
نوموړى وايي، په کوم ځاى کې چې د ۲۰۱۳ کال مرکز جوړېږي، هلته اوس مهال د۲۰۳ تندر قول اردو درېيمه لوا پرته ده.
خو د غزني ډېری اوسېدونکي وايي، چې تر ۲۰۱۳ کال پورې د ګوتوپه شمېر مياشتې پاتې دي او دولت ښايي ونه توانېږي، چې د دغو مراسمو تر نمانځلو دې ټولې تاريخي ابدې ورغوي.
د غزني ښار يو اوسېدونکي محمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې غزني ولايت د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شو، له هغه وخته راهيسې غزني ته لوړ پوړي چارواکي راځي، ژمنې کوي او بېرته په خپله مخه ځي.
نوموړى وايي: ((نور د غزني خلک له ژمنو او د چارواکو له دې غوړ خبرو څخه ستړي شوي دي.))
د هغه په وينا، نږدې اووه کاله تېر شول، خو په غزني کې ټول د پنځه ميليونو ډالرو کار نه دى شوى.
د يادونې وړ ده، چې غزني ولايت په ۲۰۰۷ کال کې د ليبيا هېواد په طرابلس ښار کې د کلتوري وزيرانو په غونډه کې د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شو، چي له هغې وروسته له دغه ولايت سره د لسګونو ميليونوډالرو مرستو ژمنې وشوي، خو تراوسه د پام وړ کار نه دى شوى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.