Polish scholarships for Ghazni students

غزني ښار (پژواک ۲۲ وږى ۹۱): د پولنډ هېواد غواړي، چې د غزني يو شمېر څارنوالان، قاضيان او محصلين د لوړو زده کړو په موخه خپل هېواد ته ولېږي.
له دې وړاندې هم د پولنډ هېواد په کال کې دوه محصلين د لوړو زده کړو په موخه خپل هېواد ته بيول.
پيترلوكزي ويچ، چې تازه په افغانستان کې د پولنډ هېواد سفير ټاکل شوى نن (د وږي ٢٢مه) په غزني کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې له دې وروسته به دغه شمېره زياته کړي.
نوموړي زياته کړه: ((پولنډ به له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم خپلې مرستې له غزني سره وساتي او کوښښ کوو، چې د ۲۰۱۳ کال لپاره، چې غزني به په کې د اسلامي هېوادونو پلازمېنه وي، هم د افغان دولت ترڅنګ ډېرې پروژې ترسره کړو.))
هغه له نورو اسلامي هېوادونو څخه هم وغوښتل، چې د غزني په بيارغونه کې پوره ونډه واخلي.
پيترلوكزي ويچ وويل، چې نوموړى به يو شمېر محصلين او څارنوالان د لوړو زده کړو لپاره دغه هېواد ته په نږدې وخت کې ولېږي او دغه لړۍ به دوام ولري.
په ياده خبري ناسته کې د غزني والي موسى خان اکبرزاده د پولنډ هېواد له دغې مرستې مننه وکړه او له ترې ويې غوښتل، چې هر کال ډېر شمېر محصلين د لوړو زده کړو په موخه دغه هېواد ته ولېږي.
نوموړي په تېرو څو کلونو کې د پولنډ هېواد له لوري په غزني کې د ډېرو مرستو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دغه هېواد په غزني کې ډېرۍ د بيارغونې کارونه کړي دي.
که څه هم د غزني محصلين د پولنډ هېواد له دغه کار څخه خوښ دي، خو وايي، چې بايد لومړى حق هغو محصلينو ته ورکړل شي، چې د اقتصادي ستونزو له امله يې لوړې زده کړې نيمګړې پاتې دي.
د غزني يو محصل سيد قدير پژواک اژانس ته وويل: ((ښايي ټول هغه محصلين ولاړ شي، چې واسطه ولري او يا هم د چارواکو خپلوان وي، تېر کال هم همداسې وشول، کومو کسانو، چې واسطه درلوده اوس په پولنډ کې خپلې زده کړې کوي.))
د يادونې ده، چې د پولنډ هېواد ٢٣٠٠ سرتېري له ٢٠٠٧ زېږديز کال راهيسې په غزني کې مېشت دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.