News Events; Construction; Arts;

غزني ښار (پژواک ٣ زمرى ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني ښار په يو شمېر تاريخي سيمو کې د غزني د عامې روغتيا رياست تاريخ تېر درمل خښ کړي، چې دا غير قانوني کړنه ده. تېره اونۍ هم د غزني د عامې روغتيا رياست کارکوونکو نږدې پنځه ټنه تاريخ درمل د غزني ښار اړوند د روضې په سيمه کې د دوو لويو منارونو ترمنځ خښ کړل، چې دغه ځمکه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې تاريخي ځمکه پېژندل شوې ده. د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي د غزني د عامې روغتيا دغه کړنه ناسمه او د اصولو خلاف ګڼي او په دې اړه د غزني د اطلاعاتو کولتور رياست په بې کفايتۍ باندې تورنوي. د هغه په وينا، د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست په خپل کار کې پاتې راغلى او کارکوونکي يې په خپل کار کې ناغېړي کوي. نوموړي زياته کړه، دا د دوى دنده ده، چې په غزني کې له ټولو تاريخي ځمکو ساتنه وکړي او هېڅ څوک پرې نه ږدي، چې دغو تاريخي ځمکو ته زيان ورسوي. د والي مرستيال، چې پرون ناوخته يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل، چې په غزني کې ډېرۍ داسې تاريخي سيمې شته چې د لرغونتوب زرګونه کاله مخينه لري. د ده په خبره، په غزني کې د ډېرو تاريخي ځمکو او ځايونو په درلودلو سره غزني په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي نړۍ پلازمېنه ونومول شو، خو له بده مرغه د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست بې کفايته دى او نه شي کولاى، چې له دغو ځمکو څارنه او ساتنه وکړي. بلخوا د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي هم مني، چې د عامې روغتيا له لوري د منارونو په سيمه کې پنځه ټنه تاريخ تېر درمل خښ شوي دي. خو د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس دغه خبرې په کلکه ردوي، چې ګواکې دغه اداره په خپل کار کې پاتې راغلې ده. د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله سروري پژواک اژانس ته وويل: ((موږ هره ورځ له تاريخي سيمو څخه ليدنه کوو، هېڅوک به دغو ځمکو ته زيان ونه رسوي.)) د هغه په وينا، درمل اوس هم په سيمه کې خښ دي، خو ډېر ژور خښ شوي او دوى نه شي کولاى چې راويې باسي. د غزني د عامې روغتيا مسوولين هم وايي، چې د دوى کارکوونکو په نا فهمۍ سره په تاريخي ځمکو کې يوه اندازه تاريخ تېر درمل خښ کړي دي. د غزني د عامې روغتيا رييسې ضياګل اسفنده يي پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى کارکوونکي په دې نه پوهېدل، چې دغه ځمکه دې تاريخي وي. هغې هم زياته کړه، چې دوى اوس نه شي کولاى چې خښ شوي درمل بېرته راوباسي، خو په راتلونکي کې به داسې کار نه کوي. د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د غزني په ډېر شمېر تاريخي ځمکو کې غير قانوني کېندنې شوې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.