د ولايتي شوراګانو ټاکنې

شبرغان (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): ناپېژاندو وسله والو نن سهار د شبرغان- سرپل د لويې لارې په اوږدو کې پنځه ملکي وګړي تښتولي دي.
د سرپل ولايتي شورا مشر محمد نور رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اوه بجې رامنځته شوې ده.
سرچينې وويل، د سرپل د مرکز دا څلور اوسېدونکي په يوه ټونس موټر کې سپاره وو چې د سرپل-جوزجان لويې لارې په اوږدو کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وتښتول شول.
خو د سرپل د ولايتي شورا بل غړي محمد حسين مجاهدزاده ويلي چې تښتول شوي کسان د سرپل په مرکز کې د سيداباد هزاره سيمې اوسېدونکي دي چې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي.

کابل (پژواک، ٢٦ سنبله ٩٤): د بدخشان ولايتي شورا، د برېښنايي تذکرو په وېش که ځنډ کول د خلکو او ټاکنيزې پروسې پر زيان بولي او غواړي چې دا پروسه دې ژر تر ژره پيل شي.
دا شورا چې د دريو ښځو په ګډون ١٥ غړي لري، نن يې د يوې ناستې په ترڅ کې په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د نفوسو د احوال د ثبت قانون تصويب او توشېح شوى او له کوم قانوني لامل پرته بايد د تذکرو وېش ونه ځنډول شي.

باميان (پژواک ٢٥ وږى ٩٤): تر اوسه پورې د باميانو ولايت د ٢٧٥٠ اجيرو ښوونکو د شپږو مياشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي او ان يو شمېر ښوونکي ادعا کوي چې د خپلو کورنيو د نفقې لپاره مزدورکاري کوي.
 د باميانو ولايت په کچه د ٧٠ زره نجونو په ګډون له ١٤٥ زره څخه ډېر زده کوونکي، له ٢٧٠ ښوونځيو څخه په ډېرو کې د ٢٨٥٠ رسمي او ٢٧٥٠ غير رسمي ښوونکو له لوري تدريس کېږي.
 پر دې سربېره په روان کال کې له ١٧ زره څخه نور ډېر زده کوونکي هم جذب شوي چې پنځوس سلنه يې نجونې تشکيلوي.

زرنج (پژواک، ٢٥ وږى ٩٤): د نيمروز ولايتي شورا مشر وايي، چې سږ کال دې ولايت کې ٢٠ ښوونځي تړلي دي او وسله والو مخالفينو دوو ښوونځيو ته اور اچولى ، چې دې وضعيت پوهنې ته زيان اړولى دى.
 په نيمروز کې د ١٨ زرو نجونو په ګډون، څه باندې ٨٥ زره زده کوونکي په ١٤٠ ښوونځيو کې په زده کړوو بوخت دي.
د نيمروز چارواکي وايي،چې د نيمروز خلک د پوهې لارويان او فرهنګپال دي او نه غواړي چې اولادونه يې نالوستي وي، غواړي چې هلکان او نجونه يې ښوونځي ته ولاړ شي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

پلخمري (پژواک ٢٥وږى ٩٤): د ولايتي شورا، مدني بنسټونو ځينې غړي او د بغلان اوسېدونکي د بغلان په دوو ولسواليو کې د حکومت او قومي مشرانو تر منځ د هوکړه ليک لاسليک کول، وسله والو مخالفينو ته امتياز ورکول بولي.
د پلخمري ښار او د بغلان ولايت د دهنه غوري په سيمو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ له جګړې څخه وروسته، د روان کال د وږي په ١٢مه، جمهوري رياست  يو پنځه کسيز  پلاوى بغلان ولايت ته واستاوه.

کلات (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د کابل- کندهار د لويې لارې مسافرين، موټر چلوونکي او د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه لاره ډېره خرابه شوې چې له امله يې ترافيکي پېښې او د خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده.
د دوى په خبره چې پر دې لاره د بار وړونکو موټرو بې کنټروله تګ، د سړک د غاړې ماينونه، جګړې او طبيعي پېښې هغه عوامل دي چې سړک يې خراب کړی او د ترافيکي پېښو د زياتېدو لامل شوي دي.
د زابل چارواکي هم د خلکو دغه ستونزې پر ځای بولي او وايي چې د کابل- کندهار د لويې لارې د بيارغونې خبره يې د افغانستان د ټولګټو چارو له وزارت سره شريکه کړې او هيله لري چې بوديجه به ورته ځانګړې شي.

غزني ښار (پژواک، ٢٣ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې د غزني ولايت پر زندان د وسله والو طالبانو د بريد په پايله کې څلور پوليس او درى طالبان وژل شوي او ٣٥٢ زندانيان تښتېدلي دي.
تېره شپه شاوخوا دوه بجې وسله والو طالبانو د غزني پر مرکزي زندان بريد وکړ.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې وسله والو طالبانو د غزني د مرکزي زندان مخې ته لومړى د چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او بيا يې بريد پيل کړ.

کندهار (پژواک، ٢٢ وږى ٩٤): د کندهار سلګونو اوسېدونکو په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو ليکلو په ملاتړ احتجاجي غونډه او بيا لاريون وکړ.
دغه احتجاجي غونډه او لاريون د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې جوړ شوي وو چې په کې د کندهار ښار او ولسواليو سلګونو عامو اوسېدونکو، قومي مخورو، د مدني ټولنې غړو، د ولايتي شورا استازو او نورو ګډون کړى و.
د کندهار د ولايتي شورا يو شمېر غړو، قومي مشرانو غونډې ته په خپله وينا کې پر حکومت غږ وکړ چې په برېښنايي تذکرو کې دې د اسلام او افغان کلمې وليکل شي؛ ځکه دا اوس د ټول ولس غوښتنه ده.

Pages

Subscribe to د ولايتي شوراګانو ټاکنې