پرداخت نشدن معاشات معلمين در باميان سيستم تدريس را متاثر کرده است

باميان (پژواک ٢٥ وږى ٩٤): تر اوسه پورې د باميانو ولايت د ٢٧٥٠ اجيرو ښوونکو د شپږو مياشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي او ان يو شمېر ښوونکي ادعا کوي چې د خپلو کورنيو د نفقې لپاره مزدورکاري کوي.
 د باميانو ولايت په کچه د ٧٠ زره نجونو په ګډون له ١٤٥ زره څخه ډېر زده کوونکي، له ٢٧٠ ښوونځيو څخه په ډېرو کې د ٢٨٥٠ رسمي او ٢٧٥٠ غير رسمي ښوونکو له لوري تدريس کېږي.
 پر دې سربېره په روان کال کې له ١٧ زره څخه نور ډېر زده کوونکي هم جذب شوي چې پنځوس سلنه يې نجونې تشکيلوي.
 خو اجير ښوونکي شکايت کوي، چې تر اوس پورې د دوى شپږ مياشتني معاشونه نه دي ورکړل شوي او يو شمېر يې د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي، څو له کومې بلې لارې خپل ژوند پر مخ يوسي.
 د ورث په ولسوالۍ کې يوه ښوونکي محمد علي پژواک خبري اژانس ته وويل چې کله د هغه معاشونه ورنکړل شول، اړ شو چې له تېرې يوې مياشتې خپله دنده پرېږدي، ځکه کورنۍ يې وږې پاتې کېږي.
 ياد ښوونکى، چې د باميانو له دارالمعلين څخه فارغ دى، وويل: " زه اړ شوم چې مزدوري وکړم، څو د خپلې پنځه کسيزې کورنۍ نفقه پوره کړم."
نوموړي سخته نيوکه وکړه او ويې ويل چې د ښوونې وزارت ښوونکو ته اړتيا  نه درلوده او معاش يې نه شواى ورکولى، ولې يې له اجيرو ښوونکو سره قرارداد کړى، ښوونکي له معاش پرته څرنګه ژوند وکړي؟
 محمدعلي د خپل ښوونځي د نوم له اخيستو پرته زياته کړه، چې اوسمهال کله کله ښوونځي ته ورځي، څو د خپل معاش په اړه د ښوونځي له مدير سره خبرې وکړي، خو هيڅ پايله نه لري او معاشونه يې تر اوسه پورې نه دي ورکړل شوي.
 د باميانو د ولايتي شورا غړي محمد حسن اسدي وويل، چې اجير ښوونکو څو ځلې ولايتي شورا ته د شکايت کولو په موخه راغلي او ګواښ يې کړى چې که يې معاشونه ورنه کړل شي، ښوونځي به پرېږدي؛ په داسې حال کې چې يو شمېر ښوونکو خپل ښوونځي پرېښي دي.
 هغه زياته کړه: "د پوهنې وزارت بايد يادې ستونزې ته په جدي ډول لاسرسى وکړي، له هغه پرته به يې   زده کوونکو ته ډېر زيان ورسيږي."
 د ولايتي شورا ياد غړي وويل، چې که څه هم د يادې ستونزې د هواري په موخه د ولايت په کچه ډېرې غونډې تر سره شوې، خو دا کار په پوهنې او ماليې وزارتونو پورې تړلى چې بايد په دې برخه کې ناغېړي ونه کړي.
 اسدي زياته کړه، چې د ولايتي شورا وړانديز دا دى چې د پوهنې وزارت بايد د اجيرو ښوونکو پر ځاى تشکيل رامنځته کړي او ښوونکي په رسمي ډول استخدام کړي.
 د باميانو د پوهنې رييس محمدرضا اداء وويل، چې تر اوسه پورې د ټولو اجيرو ښوونکو د شپږو مياشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي او يو شمېر ښوونکي چې شمېر يې نه دى معلوم، له تدريس ورکولو لاس اخيسى دى.
 هغه زياته کړه، چې ښوونکو ته د شپږو مياشتو د معاش د نه ورکړې له امله د پوهنې کار له خنډ سره مخ شوى او که چېرې دوى ته معاشونه ورنکړل شي نو د زده کوونکو پر تدريس به ناوړه اغېز پرېباسي.
 خو د پوهنې رييس څرګنده کړه: " موږ د پوهنې له وزارت سره موضوع شريکه کړې ، د وزارت معين ژمنه کړې چې په دې اړه د نورو ولايتونو ستونزې حل شوې او په نږدې راتلونکي کې به د باميانو ولايت د ښوونکو معاشونه هم ورکړل شي."
 د پوهنې وزارت له پژواک خبري اژانس سره د ټيلېفوني اړيکې پر مهال وويل، چې په دې اړه به په راتلونکي کې معلومات ورکړي.
 د ويلو ده چې د روانې مياشتې په لومړيو کې د جوزجان ولايت له زرو زياتو ښوونکو هم شکايت کاوه چې د شپږو مياشتو معاشونه يې نه دي تر لاسه کړي او که چېرې معاش ورته ورنه کړل شي نو د پوهنې دروازه به وتړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.